ننګرهار کې سږکال د سټروسو ۴۵۰ زره نیالګي تولید شوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۶ - ۱۰:۱۰
امسال ۴۵۰ هزار نهال ستروس در ننگرهار تولید شده است

۱۵مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNAPP2»له لارې د ننګرهار ولایت په نرسریو یا د نیالګیو د تولید په مرکزونو کې دسټروسو څه باندې ۴۵۰ زره نیالګي تولید کړي دي.
ددغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې په دوو شنوخونو کې او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي.
په ننګرهار کې د SNAPP2 او CLAPپروژو مسوول رحمت ګل سیرت وایي، چې د سټروسو نیالګیو دوه قوریې د بهسودو او نور یې ددې ولایت په نورو ولسوالیو کې دي. هغه وویل: «ددغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې د بهسودو ولسوالۍ په دوو شنوخونو کې تولید شوي او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي، چې په کې د لیمو او مالټې نیالګي شامل دي او ښه بازار لري.»
د ښاغلي سیرت په خبره د شنوخونو قوریې هره قوره یې نږدې ۵۰ زره د لیمو او مالټې نیالګي تولید کړي دي او دغه نیالګي وېش ته چمتو دي، چې د نیالګیو اېښودو په موسم کې پر بڼوالو اوځمکوالو وېشل کیږي. دغه قوریې د څاڅکي اوبوخور په سیسټم سمبال دي او په معیاري توګه خړوبیږي.
په ختیځ زون کې د SNAPP2پروژې مسوول وایي، چې په دې مرکزونو کې لسګونه بڼوال د نیالګیو د اوبولګولو، تولید، روزنې او ساتنې په برخه کې روزل شوي دي، ترڅو څنګه اصلاح شوي او باکیفیته نیالګي تولید کړي. د هغه په خبره، تولید شوي نیالګي تصدیق شوي او له ناروغیو او افتونو څخه پاکې نیالګي دي او د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې شتون لري. هغه وویل: «ددغو نرسریو د جوړولو موخه د مثمرو او اصلاح شویو بڼونو جوړول دي. د ونو د ساتنې او خوندیتوب ټول توکي هم پر بڼوالو وېشل شوي دي او په لمریز سیسټم هم سمبال دي. یاده پروژه په پام کې لري، چې په راتلونکو فصلونو کې په یادو نرسریو کې د شفتالو او آلو نیالګي هم تولید کړي.»
د پروژې مسوول زیاته کړه: «دا کار مو د نیالګیو د کمښت د ستونزې هوارولو په پار ترسره کړی دی، ځکه بڼوال د نیالګیو د کمښت له وجې له ستونزو سره مخ ول.»
رازمحمد هغه ځمکوال دی، چې په ځمکه کې یې د نیالګیو قوریه جوړه شوې ده او د خېوې په ولسوالۍ کې د یوې قوریې مسوول دی، هغه په دې هکله وایي: «یو کال کیږي، چې په دې بڼ کې بوخت یم، او د خپلې ځمکې یوه برخه مې د ننګرهار د کرنې ریاست په واک کې ورکړی دی، ترڅو په کې نیالګي تولید کړي، زه خپله او پنځه نور کسان هم راسره دلته کار کوي. ددې نرسرۍ ښیګڼه داده، چې سر یې پټ دی او له ناروغیو خوندي دی او افتونه په کې نشته، هیله ده، چې له دې نرسرۍ څخه تر ۶۰ زره نیالګي تولید کړو.»
د ختیځ زون ولایتونه د سټروسو بڼونو جوړولو ته مناسبه چاپېریال لري. ټاکل شوې، چې ددغو نیالګیو په تولید سره د لغمان، ننګرهار او کونړ په ولایتونو کې د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د روزګان دکرنې رییس د نړۍوال سوداګریزې ادارې چارواکو سره د نړۍوال بازارموندې پر امکاناتو خبرې وکړې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي عطاءالله راشد د نړۍوال سوداګریزې ادارې «یو.ان.ای.ټي.سي» چارواکو سره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۶
Background image

د میدان وردګو جلریز ولسوالی کې د ۱۳ شنوخونو څارنه وشوه او بزګرانو ته تخنیکي لارښوونې او تخمونه ووېشل شول

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ان.سي.اې» مؤسسې له لوري او د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه دایره شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا دیارلسمه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د کرنیزې. . .

بازگشت