لوګر کې پر یوشمېر بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۵:۳۸

۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تغذیې او زده کړې نړیوالې موسسې «NEI» په همکاری یې ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو د سویابین کارو ټولنو پر ۱۰۰ غړو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.

د لوګر دکرنې ریاست وایي پر دغو ۱۰۰ بزګرانو د سویابینو د اصلاح شوي تخمونو د وېش ترڅنګ دوی ته ددې بوټي د کرکېلي، حاصل ټولولو او پالنې په موخه روزنه هم ورکړې ده.

د لوګر د کرنې ریاست وایي، چې د سویابینو د اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به ددې ولایت په سل جریبه ځمکه کې د سویابینو کرکېله وشي. په پام کې ده، چې په هره جریبه ځمکه کې ۱۴ کیلو ګرامه د سویابینو تخم وکرل شي.

سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري او د کورنیو په روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوی کې رغنده رول لري.
 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت