بادغیس کې د نخودو حاصلات ډېر شوي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۵:۹
بادغیس کې د نخودو حاصلات ډېر شوي

۱ مرغومې ۱۳۹۹
د بادغیس ولایت دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د نخودو دکروندو د زیاتوالي له وجې دتېرکال په پرتله ددې ولایت د نخودو حاصلات د پام وړ زیاد شوي دي.
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالتواب تایب وایي: «بادغیس کې سږکال پر دوه زره او ۹۳۵ هکټاره ځمکه کې نخود کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه نږدې اووه زره او ۹۶ ټنه حاصل ترلاسه شوي دي.»
ښاغلی تایب زیاتوي: «تېرکال د وچکالۍ له وجې بزګران ډېر زیانونه ولید، زموږ بزګران د نخودو د کرکېلي وس نه درلود، نو له همدې وجې په لږه سیمه کې نخود کرل شوې وه او حاصل یې هم لږ و، خو له نېکه مرغه سږکال د مناسبې آب او هوا او ترڅنګ یې ددې ولایت دکرنې رایست د فني همکاریو له وجې، ددې ولایت په ډېرو سیمو کې نخود وکرل شوه او د نخودو حاصلات هم زیات شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې دکرنې وزارت د احصایې او معلوماتو د شمېرو له مخې تېرکال د بادغیس ولایت په یوزر او ۹۹۹ هکټاره ځمکه کې نخود کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څلور زره او ۹۹۷ ټنه نخود ترلاسه شوه. دا شمېره د ۱۳۹۸یم کال په پرتله د کرکیلې په سیمه کې ۹۳۶ هکټاره زیاتوالي او په حاصلاتو کې دوه زره او ۹۹ مټریک ټنه زیاتوالی ښيي.
د بادغیس ولایت په ټولو ولسوالیو کې نخود د للمي په ډول کرل کیږي، چې په دې ولایت کې تر ډېره له سیمه ییزو ورایټیو کار اخیستل کیږي. هرکال ددې ولایت د نخودو د پام وړحاصلات نورو ولایتونو ته صادریږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۹
Background image

لغمان کې د سویابینو ۲۰ننداريزې کروندې جوړېږي

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولايت کې د سويابينو د کرکېلي پراختيا او ترويج په پار د سويابينو ۲۰ننداريزې کروندې جوړوي.
دلغمان دکرنې رييس انجنير محمد جميل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۱۲:۵۰
Background image

د ځنځيري ارزښت پراښتيا له لارې د ښځو پياوړتيا ملي برنامې دطرحې پر غني کولو خبرې وشوې

۱۷چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال او د ښځو چارو وزارت، د ښځو د سوداګرۍخونې، د افغاتستان د ښځو شبکه او د کروندګرو مېرمنو ټولنې استازو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۶:۳۴
Background image

جوزجان کې په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو توکي ووېشل شوې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د جوزجان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په ۳۷۰ کروندګرو مېرمنو د کورنیو باغچو جوړولو اړونده توکو کڅوړې وېشلي دي.
دغه کڅوړې، چې په هره کڅوړه کې یې د. . .

بازگشت