ننګرهار کې دسټروسو مېوو نندارتون په لاره واچول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۶:۲۴
ننګرهار کې دسټروسو مېوو نندارتون په لاره واچول شوه


۳۰ ليندۍ ۱۳۹۹
دننګرهار دکرنې رياست له خوا دتل زرغون يا سټروسو ونو دمېووو نندارتون، ددې ولايت په انګړ کې په لاره اچول شوې وه، چې په کې دليمو، کينو، چکوترې، نارنجو او مالټو بېلابېل ډولونه نندارې ته اېښودل شوي و.
دننګرهار والي ضياالحق امرخېل، دامنيې قومندان، دسيمه ييزو ادارو رييسانو او دننگرهار ولايت يوشمېر اوسيدونکو ددې نندارتون ليدنه وکړه.
دننګرهار دکرنې رييس انعام الله صافی وويل، چې په دې نندارتون کې دننکرهار دبڼونو ۱۵ډوله محصولات نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه زياته کړه"دسټروسو دمحصولاتو کيفيت ښه دی او دختيځ له آب وهوا سره ښه توافق لري. دسټروسو سږني حاصل به ۱۱ زره ټنه وي. هلې ځلې کوو چې، په دې برخه کې ځان بسياينې ته ورسيږو.په همدې موخه مو دسټروسو زرګونه جريبه بڼونه جوړ کړل او دپراختيا په پار يې هلې ځلې کوو."
ددې نندارتون په څنډه کې دننگرهار والي ضياالحق امرخېل وويل: "دختيځ او په ځانکړې توګه دننګرهار آب وهوا او خاوره دسټروسو بڼونو پالنې ته جوړه ده. خلک بڼوالۍ ته لېوالتيا لري او څوکاله کيږي، چې بڼوالۍ ته مخه کړي زموږ تمرکز او هلې ځلې دادي، چې تر درو راتلونکو کلونو پورې افغانستان دسټروسو له پلوه ځان بسياينې ته ورسوو."

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت