د بلخ د شاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته ورسېد

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۵:۱۰
د بلخ د شاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته ورسېد

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو د سږني تولید کچه ۱۵ مټریک ټنو ته رسېدلې ده.
د بلخ د کرنیزو چارو آمر ذبیح الله زوبین وایي: «له نېکه مرغه د بلخ دشاتو سږني تولید ۱۵ ټنو ته رسېدلې ده، دا په داسې حال کې ده، چې دتېرکال کچه ۱۲ ټنه وه. دا شمېره د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»
ښاغلی زوبین وویل، چې د بلخ د شاتومچیو د روزونکو شمېر ۴۵۶ تنو ته رسیږي او د شاتو مچیو روزنې په برخه کې په درېیو ټولینو کې فعالیت لري. د هغه په خبره، د بلخ ولایت د شاتومچیو د صندوقونو شمېر ۱۸۹۷ ته رسیږي.
د چهارکنت، شولګرې، دولت آباد، نهرشاهي، شورتپه، خلم، بلخ، دهدادي او چمتال ولسوالۍ د بلخ ولایت د شاتو اصلي تولیدوونکي سیمې دي.
ښاغلی زوبین زیاته کړه: «د شاتو بیې په هغو ګلونو تړې ده، چې د شاتو مچۍ ترې تغذیه کوي. د بېلګې په توګه د چهارکنت ولسوالۍ د سمسول ګل تولید شوي شات کیلو په زر افغانۍ، د پنبې دګل تولید شوي شات کیلو په ۷۰۰ افغانۍ او د دهدادي ولسوالۍ د شوتلو ګل تولید شوي شات کیلو په ۵۰۰ افغانۍ خرڅیږي.»
د بلخ شات تر ډېره د سیمې په بازارونو، د ښار مارکېټونو او کرنیزو نندارتونونو کې خرڅیږي. د شاتو یوتن روزونکی ذبیح الله وایي، چې د بلخ د کرنې ریاست د شاتو مچیو د وېش ترڅنګ دوی ته تخنیکي سلامشورې ورکوي، د نوي نسل د تولید، د آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په موخه روزنیزې برنامې هم په لاره اچوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

د ننګرهار والي فارم جدید نیالګیو روزنځاي څخه لیدنه وکړه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند چې د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار اخندزاده او ددې ریاست د قدرتي زېرمو امر قاري کاهون عبدالرحمن. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې لسګونو بڼوالو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د صبریو او یعقوبیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت تر څار لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۳۱
Background image

نورستان کې په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو کېنولو چارې پیل شوې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په مالي ملاتړ، د نورستان ولایت د شپږو ولسوالیو په ۲۵ هکتاره ځمکه د چهارمغزو بوټو. . .

بازگشت