هلمند کې د څړځایونو د بیارغونې سروې پیل شوې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۳ - ۱۰:۴۰
هلمند کې د څړځایونو د بیارغونې سروې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې او پراختیا په پار د سرورې چارې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو ددې ولایت په کچه د ټولو هغو مالچرو او څړځایونو ځمکې تثبیت کړي، چې د نقشو له مخې له پخوا څخه د مالدارانو د مالونو څړځای لپاره ځانګړې شوي دي.
ښاغلی الکو وویل، چې د هلمند په ولایت کې د څړځایونو د سروې او بیارغونې په موخه له پلازمېنې پلاوي هلمند ته رسېدلي دي، ترڅو په دې ولایت کې د مالدارانو او کوچیانو لپاره هغه سیمې، چې له پېړیو پخوا په کې مالونه څروول کېدل سروې او د بیارغونې چارې یې پیل کړي.د ښاغلي الکو په خبره راغلي پلاوي ددې ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کوي او د پلان له مخې د سروې چارې روانې دي.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل، چې د یادو څړځایونو په بیارغونې سره به د مالونو لپاره د څړمناسب چاپېریال رامنځته، د اوبو د زېرموساتنه کیږي او په ټوله کې د کوچیانو او مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې په د پام وړ بدلون رامنځته شي.
هلمند چې، د مالدارۍ له پلوه غني ولایت دی، په دې وروستیو کې یې طبیعي ځنګلونه، مالچرونه او څړځایونه د غصب، تخریب او د طبیعي عواملو له امله په پراخه کچه زیانمن شوي دي.د هلمند دکرنې رییس وایي، چې ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۳
Background image

د کندهار په دوو ولسوالیو کې د یوې چکډېم د جوړېدو او د بل د بیا رغونې چارې پیل شوې

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د خاکریز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د انګورو بڼوالو ته بڼوالۍ توکي ووېشل شول او د چرګوړو ایستلو فابریکه فعاله شوه

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، په سنګین ولسوالی کې د همکارې موسسې په ملاتړ بڼوالۍ توکي ووېشل شول او همدارنګه د. . .

بازگشت