د خوړو خوندیتوب د کچې په لوړولو کې زموږ مسوولیت
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وروستۍ راپور وایي، چې د هېواد ۴۷ سلنه وګړې بې وزله دي. په دې راپور کې ویل شوې ده، چې د افغانستان ۴۷ سلنه وګړې بې وزله او د خوړو د نشتون له وجې په ناورین حالت کې ژوند کوي. د خوړو کموالۍ په دې مانا دی، چې یاد شمېر خلک، دتغذیې امکانات نه لري او په همدې توګه په کافي اندازه خواړه نه خوري. کله چې په کافي انداز خواړه نه وي، د خوړو خوندیتوب او د خوړو تنوع، چې په یوهېواد کې انسانانو لپاره د تغذیې د وضعیت د ښه کولو نور پړاوونه دي، د یاد شمېر خلکو په منځ کې نشته.
د غذایي توکو د تولید د زیاتوالي په موخه پراختیا برنامو او په ورته وخت کې د نړیوالو بنسټونو په کوښښونو سره په دې برخه کې دکرنې وزارت هلې ځلې روانې دي. خو دلته یوشمېر عمده اړتیاوو ته کتنه کوو، که چېرې د هېوادوالو په ژوند کې رعایت شي، کولای شي، چې د هېوادوالو ترمنځ خوړو ته د نه لاس رسی سلنه ټیټه کړي. دا چارې، د ژوندانه اصول او په تغذیې کې صرفه جویي دي، چې په پرمختلوو هېوادونو کې، هېوادوال له هغه نه ګټه پورته کوي او دخپلو هېوادونو وضعیت ښه کوي. په يقين چې، د هېواد لویه برخه ښه وضعیت لری او کومې کړنې، چې موږ یې یادونه کوو کولای شي، چې د غذایي توکو په زیاتوالي او د تغذیې د وضعیت په ښه کولو کې مرسته وکړي.
په نړۍ کې د خوړو بې ځایه مصرف او اسراف، زموږ له تصوره په پراخه ستونزه بدله شوې ده. جالبه ده پوه شئ، چې دا یوازې په افغانستان کې نه ده، بل په نړۍ کې د خوړو یو په درېیمه برخه په بېلابېلو لاملونو له منځه ځي. دا شمېره ښیي، چې په کال کې ۱.۳ میلیارډ مټریک ټنه خوراکي توکي بې ځایه مصرفیږي.
د خوراکي توکو بې ځایه مصرف د بېلابېلو مالي سرچینو د بې ځایه لګولو لامل کیږي. د چاپېریال ساتنې له نظره کوم خواړه، چې لرې غورځول کیږي د خځلو په سیمه کې د متان ګاز تولیدوي. متان دویم شین کوریزه مخرب ګاز دی، چې د وروستیو کلونو د هوا بدلون هم ددې ګاز د تولید پایله ده.
ددې لپاره، چې د خوراکي توکو د کچې په کمولو کې ډېره ونډه ونه لرو، باید په هوښیارۍ سره توکي وپېرو. باید دومره توکي ونه پېرو چې د تقاضا کچه لوړه شي او بېوزله کسان د لوړې بیې له وجې لږ خواړه چې لري په ډېر سختۍ سره یې ترلاسه کړي. باید خوراکي توکي په سمه توګه وساتو ترڅو ددې اړتیا پیدا نه شي، چې ژر بیا توکو پېرلو ته ولاړ شو.
د خوراکي توکو د ساتنې او خوندیتوب غوره لارې چارې زده کړو ترڅو ډېرې توکي او ژر ژر توکي ونه پېرو. د پېر د کچې ټیټوالۍ، په بازارونو کې بیې ټیټوي او د تغذیي د کچې د لوړوالي لامل کیږي. ښه خبره داده، چې د مېوو او یوشمېر عالي تولیداتو د پېر پرځای، په کور کې د خوړو پر لاپروسس تمرکز وکړو ترڅو هم خوندور وي او هم ارزان. که یوازې ښه مېوې وپېرل شي، نورې مېوې خځلو ته غورځول کیږي، چې عمومي اسراف یې بولي. باید په عمومي اسراف کې ونډه ونه لرو.
په یخچال کې د خوړو اېښودل هم کولای شي، چې د خوړو وړتیا ډېر کړي او په پایله کې د خوړو د اوږد عمر او د اسراف د کچې د ټیټېدو لامل شي.
خوراکي توکي په یخچال کې داسې ځای پرځای کړئ، چې په اسانۍ سره ولیدل شي او د پېر او استفادې نېټه یې په پام کې ونیسئ ترڅو د خوساکېدو مخه یې ونیول شي.
د خوړو پاته شوې برخه وساتئ او یایې نورو ته ورکړئ. د مېوو پټوکي هم په ښه ډول وکاروئ. د مېوې دانې هم د تخم په توګه وساتئ. خوراکي توکي مخلوط کړئ ترڅو لاډېر خوندور شي او تاڅو ووهڅوي، چې خځلو ته یې وا نه چوئ او په پایله کې یې د یوه وخت له پخلۍ څخه بې غمه شئ. کولا شئ، چې له پاتو موادو څخه یوه بله خواړه چمتو کړئ. دا مهارت، ستاسو د لګښتونو کچه ټیټوي او ترڅنګ یې کولای شئ، چې بشپړه خواړه ولرئ. د خوړو د وختونو اندازه مو اصلاح کړئ. ډېر خوړل د ډېرو کسانو ستونزه ده، نو ډېر خواړه مه خورئ تر څو د خوراکي توکو په اسراف کې ونډه ونه لرئ. یوشمېر خوراکي توکي کنګل کړئ، چې عمر یې اوږد شي. داسې باید ونه شي، چې څه مودې وروسته له یخچال څخه یوشمېر خوراکي توکي خځلو ته واچوئ. کوم تولیدات چې د خرابېدو نېټه یې نږدې وي، مه یې پېرئ. یوشمېر کسان که چېرې زمینه ورته برابره وي، کولای شي، چې د خوړو له پاتې شونو د «کمپوست» سره جوړه کړي. که تاسو هم دا امکانات لرئ، ترسره یې کړئ.
د غرمې ډوډۍ مو له ځان سره راوړئ. دا چاره په ځانګړې توګه د ژمي په لنډو ورځو کې، چې په غرمه کې ډېر ډوډۍ ته اړتیا نه پیداکیږي او دغه راز خواړه هم نه خرابیږي، ډېره مرسته کوي. ښه خبره داده، چې د غرمې ډوډۍ له کوره راوړئ هم د خوړو د اسراف مخه نیسي او هم د غرمې د ډوډۍ پیسې مو درته بچت کیږي. له دې ټولو سره سره، د خوړو په خوړولو کې قناعت او بې وزلو کورنیو سره مرستې او سخاوت د خوړو د اسراف د کچې په ټیټولو کې انساني مسوولیتونه دي. بې وزلو سره دوستي او نږدې والۍ نه یواې دا چې تاسو ته زیان نه رسوي، ترڅنګ یې ستاسو د عظمت لامل هم کیږي.