سرپل کې پر دوه زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وړیا ووېشل شوې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۲ - ۱۳:۲۸
سرپل کې پر دوه زره او ۵۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وړیا ووېشل شوې

۲۲ لیندۍ ۱۳۹۹
د سرپل ښار مرکز او ددې ولایت د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو پر یوشمېر بزګرانو په وړیا توګه د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو او یوشمېر بزګرانو په شتون کې، د سرپل والي عبدالقادر آشنا له خوا د پټۍ په پرې کولو سره پیل شو.
د سرپل والي عبدالقادر آشنا د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په پار د کرنې ریاست او د "زوا" دفتر د نوښت ستاینه وکړه او له بزګرانو غوښتنه وکړه، چې د کرنې ریاست د حرفه اي کارکوونو په سلامشورې دې دغنمو اصلاح شوي تخمونه وکري ترڅو ښه حاصلات تر لاسه کړي.
هغه ګواښ وکړ چې هیڅ بزګر ددې غنمو د پلور حق نه لري او که چېرې دا غنم خرڅیږي له پېرېدونکو او پلورونکو سره قانوني چلند کیږي.
بلخوا د سرپل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبرچې، د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په وېش غونډه کې خبرې کول وویل: د سرپل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د "زوا" دفتر په همکارۍ له یوې دقیقې سروې وروسته د سرپل ښار مرکز او ددې ولایت د سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو پر دوه زره او ۵۰۰ بزګرانو یویو بوجۍ د غنمو اصلاح شوي تخمونه، سپینه او توره سره وېشي، چې ددې لړۍ تر بشپړېدو وروسته د سرپل د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا به برخمن شوي بزګران د غنمو د تولید او پروسس په برخه کې وروزل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت