کندهار کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۱:۱۸
کندهار کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خرماوو بڼونو دودولو او خرماوو بڼونو جوړولو ته د خلکو هڅونې په پار د یاد ولایت په درېوو ولسوالیو کې د خرماوو د ۲۵ جریبه سوداګریزو بڼونو جوړولو لړۍ پیل کړی دی.
د کندهار د کرنې رییس سیدحفیظ الله سیدي وایي، چې دا پروژه دوه میلیونه افغانۍ لګښت لري، چې په ترڅ کې یې ددې ولایت په درېوو ولسوالیو کې د خرماوو ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي. دا لړۍ ددې ولایت د دامان له ولسوالۍ څخه رسماً پیل شوی دی.
دغه بڼونه په دې ولایت کې د خرماوو «کجورو» بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.
ددې ترڅنګ د کندهار د کرنې ریاست هغو بزګرو ته چې، د خرماوو ونو بڼونه لري د خرما ونو د ښېروزنې او پالنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکوي.
د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خرماوو ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خرماوو ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.
په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت له خوا په ازمایښتي ډول د خرماوو بڼونه جوړې شوي دي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماوو پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
کندهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده په دې ولایت کې یو شمېر نورې مېوې هم ښه پایله ورکړې که د خرماوو تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت