نیمروز کې پر بزګرانو ۳۲۶ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي
۲۷ لړم ۱۳۹۹
د نیمروز ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت پر شپږ زره او ۵۲۰ بزګرانو ۳۲۶ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي.
ددغو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې ده او د سبسایډي په ډول د بزګرانو په واک کې ورکول کیږي. ددغو تخمونو ۶۰ سلنه لګښت دکرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکول کیږي.