هرات کې د ممیزو د تولید کچه ۱۵ زره ټنو ته رسیږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۷ - ۱۷:۱۰
هرات کې د ممیزو د تولید کچه ۱۵ زره ټنو ته رسیږي

۲۷ لړم ۱۳۹۹
د هرات ولایت د ممیزو د سږني تولیداتو کچه به نږدې ۱۵ زره ټنو ته ورسیږي. نږدې ۱۳ زره مټریک ټنه شنه ممیز او دوه زره مټریک ټنه «آب جوش» ممیز به تولید شي.
سږکال له اته زره او ۷۰۰ هکټاره تاکونو، څخه ۱۴۰ زره مټریک ټنه انګور لاس ته راغلی دی، چې د تېرکال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالي ښیي.
هرات د انګور او ممیزو له لویو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی. د انګورو ډېری بڼونه ددې ولایت په انجیل، ګذره، اوبه، پشتون زرغون، زنده جان او کرخ ولسوالیو کې دي.
دمګړۍ د هرات په بازار کې د یوه کیلو ممیزو بیه ۱۵ افغانۍ ده.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هرات ولایت د انګورو بڼوالو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او ساتنې او د بڼوالو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په پار سږکال د هرات په ولایت کې یوزر او څلور ممیزخونې جوړ کړي دي. دغه ممیزخونې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې جوړ شوي دي. ددغو ممیزخونو په جوړولو سره د هرات په ولایت کې د ټولو ممیزخونو شمېر یوزر او ۴۰۰ ته رسیږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

د ننګرهار حصارک کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د دې ولسوالی په مرکزي بازار کې  یوشمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۳
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی کې ٣٥٠ کورنیو سره د عضوي سرو مرسته وشوه

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۸:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوي عبدالواحد شبیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده. . .

بازگشت