د غور د دنګګ کلي ډېر شمېر کرنیزې ځمکې د سېلاب له ګواښه خوندي شول
۲۶ لړم ۱۳۹۹
د غور ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د یوې محافظتي او ګبیوني دېوال په جوړولو سره، ددې ولایت د سیدان لعل د دنګګ د کلي ډېر شمېر کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښه خوندي کړي دي.
دغه محافظتي دېوال یوزر او ۱۶۲ متره اوږدوالی لري، چې په ګبیون کولو سره یې ددې سمیې ډېر شمېر کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګوښه خوندي شوي دي. دغه دېوال د ۱۸ میلیونه او ۸۹۰زره او ۳۳۵ افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.