په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۳:۱۸
په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو د ۱۴ زره اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۱۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مني موسم د غنمو د کرکېلي په پار په ۳۴ ولایتونو کې پر یوشمېر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې لړۍ په ترڅ کې د هېواد په کچه په ۲۸۰ زره بزګرانو د غنمو ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي. دغه لړۍ، چې څو ورځې مخکې پیل شوې ده، په ترڅ کې یې تر دې دمه د بامیان، لوګر، سرپل، پنجشیر او پروان پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د غنمو یاد ۱۴ زره مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه د نړیوال بانک په مرسته د څه باندې ۶۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت چمتو شوي دي او د کرنې وزارت د کرنې د ودې او خوړو خوندیتوب پروژې له لارې وېشل کیږي. دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.
د هغه ګډ سروې پر بنسټ، چې د کرنې وزارت او د احصایې ملي ادارې له خوا تر سره شوه، سږکال په ټول هېواد کې د غنمو د تولید کچه ۵.۱ میلیون مټریک ټنه وه. په دې سروې کې ښکل شوې، چې سږکال په هېواد کې د للمي او اوبیزو غنمو کروندې هم زیاته شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت