کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۵ - ۱۳:۳۱
کندهار کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړیږي

۵ لړم ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي د ترویچ په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو تخم «پیاز»، کیمیاوي سرې، تقویتي درمل او اړین توکي وېشلي دي، چې له مخې به یې ددې ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د زعفرانو لس ننداریزې قطعې جوړ شي.
د زعفرانو پیاز او کرنیزې بستې ددې ولایت د مرکز او یوشمېرولسوالیو پر مخکښو بزګرانو وېشل شوي دي.
د کرنې وزارت، په کندهار کې د زعفرانو ۱۰ ننداریزېقطعې جوړوي، چې هره ننداریزه قطعه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړیږي او د هرې ننداریزې قطعې د جوړولو په پار ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو پیاز، کیمیاوي سره، تقویتي درمل او یو کرنیزه بسته وېشل شوې ده.
د کندهار د کرنې ریاست وایي، چې کندهار دزعفرانو کرکېلي او تولید له پاره ښه مناسب اقلیم لري، او په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله د کمیت او کیفیت له پلوه ښه نتیجه ورکړې ده.
په دې وروستیو کلونو کې د کندهار په ځینو سیمو کې د زعفرانو کرکېله ترویج شوې ده. د کندهار د کرنې ریاست هیله لري چې، ډېر ژر په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله او تولید زیات شي.
د یادونې وړ ده، چې هغو مخکښو بزګرانو ته چې، ورته د زعفرانو ننداریزې قطعې جوړیږي، د کرنې وزارت د زعفرانو متخصصینو له لورې ورته د زعفرانو کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې عملي او نظري زده کړې هم ور کول کیږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۱۳۵ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د نېش ولسوالی ۱۳۵ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو سره د کرنیزو مرستو په لړ کې د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

دهلمند موسا کلا کې د عشر راټولولو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د موسا کلا ولسوالی د کرنیزو چارو  مدیریت له خوا د عشر راټولولو د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمن تطبیق په موخه د ۴۲ تنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د خوست موسی‌خېلو کې پر لسګونو بزګرانو د املوکو نیالګي او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د موسی‌خیلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې او د« ویرو» مؤسسې په. . .

بازگشت