پکتیا کې په څه باندې ۶۰ بزګرانو د هوږې تخم وېشل شوي دي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۲۶
پکتیا کې په څه باندې ۶۰ بزګرانو د هوږې تخم وېشل شوي دي
۲۸ تله ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د اړیکو دفتر په همکارۍ ددې ولایت د مرکز ګردیز په ګډون د سیدکرم، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ ولسوالیو په ۶۱ بزګرانو د هوږې تخم او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین موند وویل، چې په هر بزګر ۲۵ کیلو ګرامه هوږه، ۱۸ کیلو ګرامه سپینه سره، او ۱۸ کیلو ګرامه توره سره وویشل شوه.
ښاغلی مومند وویل، چې پکتیا د هوږې کرکېلي په پار مناسب اقلیم لري او ښه نتیجه یې هم ورکړې ده. هغه زیاته کړه، چې د پکتیا د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو د پکتیا بزګرانو ته نوي ټکنالوژۍ او د بېلابېلو سبو کرکېله دود کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر ۱۳۵ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د نېش ولسوالی ۱۳۵ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو سره د کرنیزو مرستو په لړ کې د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۴
Background image

دهلمند موسا کلا کې د عشر راټولولو عامیلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د موسا کلا ولسوالی د کرنیزو چارو  مدیریت له خوا د عشر راټولولو د چارو د لا ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمن تطبیق په موخه د ۴۲ تنو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د خوست موسی‌خېلو کې پر لسګونو بزګرانو د املوکو نیالګي او کرنیز توکي ووېشل شول

۱۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د موسی‌خیلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر څارنې لاندې او د« ویرو» مؤسسې په. . .

بازگشت