زابل کې د پستې ۴۵۷جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۲۵
زابل کې د پستې ۴۵۷جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي
۲۷ تله ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۴۵۷ جریبه سوداګریز بڼونه جوړ شي.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ یوشمېر بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې سوداګریزو بڼونو جوړولو په پار ۱۰۵ د اوبو درې زره لیټره ټانکۍ، ۶۰ میتره یو انچ پایپ او ۱۸۰ متره جال ورکړل شوي دي.
دغه راز ټاکل شوې، هغو بڼوالو او ځمکوالو ته چې د پستې سوداګریز بڼونه ورته جوړیږي د پستې د نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شي.
په زابل کې د پستې سوداګریز بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د زابل د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې یوشمېر بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لپاره نوی رییس رسماً معرفي شو

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست نوی رییس، مولوي سلیمان ایمن، د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله له لوري د یاد ریاست. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۰:۱۰
Background image

د باراني اوبو مهار په پار هڅې؛ د کندهار ژړۍ کې د نوي چکډېم چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په پراختیايي بودیجه، د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې د کندهار د ژړۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د کرنې وزارت د ترانسپورت ریاست نوی رییس معرفي شو

۱۱ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

مولوي غلام محمد حافظ احمد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ترانسپورت ریاست د نوي رییس په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده. . .

بازگشت