بامیان کې د پیازو او کچالو ۱۶ صفر انرژۍ زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۱۱:۳۷
۱۶ ذخیره‌خانه‌ی صفر انرژی برای پیاز و کچالو در بامیان به بهره‌برداری سپرده شد
 
۷ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، ددې وزارت اړوند د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټورې پروژې «HVCDSP» له لارې د بامیانو په ولایت کې د پیازو او کچالو د ۱۶ صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
دغه زېرمتونونه ددې ولایت په مرکز او د کهمرد په ولسوالۍ کې په عصري او اساسي معیارونو برابر جوړ شوي دي. یاد زېرمتونونه هر یوه یې د ۱۲ ټنه پیاز/کچالو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې اړمنو بزګرانو ته جوړ شوي دي. بامیان په هېواد کې د کچالو د تولید په برخه کې یو حاصل خیز ولایت دی، په همدې موخه اړتیا ده، چې ددې ولایت د کچالو او پیازو د محصولاتو د خوندي کولو او زېرمه کولو په پار په دې ولایت کې د پیازو او کچالو زېرمتونونه جوړ شي، چې په دې برخه کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه د کرنیزو محصولاو مدیریت د پروژې په اډانه کې د یاد ولایت د پیازو او کچالو د زېرمه کولو او خوندي کولو په پار د پیازو او کچالو ۱۳۹ صفر انرژۍ زېرمتونونه په پام کې نیولي دي، چې له دې ډلې د ۱۶ زېرمتونونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
له یادو زېرمتونونو څخه یوتن برخمن شوی کس نیک بخت کاظمي وایي: «موږ هرکال د کچالو د فصل د راټولو په وخت د کچالو د زېرمتون د نه شتون له وجې خپل کچالو په ډېر ټیټه بیه پلورل، خو سږکال له نېکه مرغه موږ ته د کچالو د زېرمه کولو په پار یو صفر انرژۍ زېرمه تون جوړ شو او په همدې دلیل مو خپل کچالو خرڅ نه کړ او تصمیم مو داده، چې د ګاونډیو ځمکوالو کچالو هم وپېرو او په خپل زېرمتون کې یې زېرمه کړو.»
باید وویل شي، چې ددغو زېرمتونونو لګښت نږدې ۷.۶ میلیونه افغانیو ته رسیږي، چې د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي او دغه راز نږدې ۹۶ تنه په غېر مستقیمه توګه له دغو زېرمتونونو ګټه پورته کوي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي همکارۍ او د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د غنمو ننداریزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۴
Background image

د روزګان خاص روزګان ولسوالی کې ۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو ، د «ان‌ارسي‌سي» مؤسيسې په تخنیکي او د خوړو نړۍوالې ادارې په مالي همکارۍ، د روزګان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

دلغمان الینګار کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د چرګانو او اړوندو وسایلو مرسته وشوه

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې  په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په الینګار ولسوالی کې. . .

بازگشت