د بلخ ۱۱۰ مالدارې مېرمنې د مالدارۍ تخنیکي مهارتونه زده کړل

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۹:۱۷
به ۱۱۰ بانوی مالدار در دهدادی مهارت‌های مدرن مالداری آموزش داده شد


۲۶ وږی ۱۳۹۹
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ برنامې (SNaPP2)په همکارۍ ددې ولایت د ۱۱۰ کیلوالو مالدارو مېرمنو د تخنیکي وړتیا لوړلو په پار د دهدادي په ولسوالۍ کې دوه ورځنۍ روزنیز پروګرام په لاره اچولې وه.
دغه روزنیزه برنامه د شېدې تولیدوونکو مالدارانو د وړتیا لوړولو په موخه په لاره اچول شوې وه، چې په کې ګډونوالو ته د غواساتنې مدیریت، د شېدې لوشلو حفظ الصحې، سالمې تغذیې، نسل اخیستل، لبنیاتو ته بازارموندنه، د شېدې ورکوونکو غواوو یوشمېر ناروغۍ او د غوا د ناروغیو د کنټرول په برخه کې هر اړخیز معلومات ورکړل شو.
ددې روزنیزې برنامې پر ګډونوالو تر دې مخکې د شېدې لوشولو او د غوجلې د اصلاح په موخه ۱۷ توکي هم وېشل شوې وه.
دغه راز دغو مالدارانو لپاره د کرنې وزارت نورې برنامې، د بازارموندنې او بزګرانو اوخصوصي سکټور سره د اړیکو د ایجاد په پار د کرنیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک زمینې برابرول دي. ددې برنامې په ترڅ کې مالدارن د بلخ لبنیاتو له ټولنۍ سره یوځای شول تر څو د ورځې ۷۶۰ لیټره شېدې چې دوی یې تولیدوي د ورځې په نرخ پر خصوصي سکټور خرڅ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت