د کرنې او د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې غونډه: د کار د پیل پر تخنیکي مسایلو خبرې او هوکړه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۱ - ۱۱:۴۷
جلسه‌ی پروژه‌ی اضطراری زراعت و مصونیت غذایی: پیرامون مسایل تخنیکی و تطبیقی، بحث و توافق ابتدایی شد
د کرنې او د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې غونډه:
د کار د پیل پر تخنیکي مسایلو خبرې او هوکړه وشوه
۱ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري په مشری د کرنې او د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې د کار د پیل په تخنیکي مواردو د خبرې اترې په موخه، یوه غونډه په لاره واچول شوه. دغه غونډه د نړیوال بانک او د مالیې وزارت د استازو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
په دې غونډه کې د نوي پروژې پر راتلونکو فعالیتونو لومړنۍ خبرې اترې وشوې او هوکړه وشوه، چې په راتلونکې کې به ددې پروژې د کار د پیل هوکړه لیک لاسلیک او کار یې پیل شي.
د کرنې او د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې د پلي کېدو چارې د ۱۰۰ میلیونه امرکایي ډالرو په ارزښت، د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویروس د منفي اغېزو د مهارولو په پار ډېر ژر پیلیږي.
د اوبولګولو شبکې جوړول، د غنمو د حاصلاتو د لوړولو په پار د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل او یوشمېر ودانیزې او پراختیایي چارې، د کرنې او د خوړو د خوندیتوب د بېړنۍ پروژې کاري جزیات دي.
په دې غونډه کې د نظر وړ پر فعالیتونو په پرنسیب کې، هوکړه وشوه.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت