هلمند کې د مصنوعي القاح مرکز رغولو چارې د بشپړېدو په درشل کې ده
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د مالدارۍ د ودې او پراختیا او د غواوو د نسلونو د اصلاح په پار د مصنوعي القاح مرکز جوړیږي، چې د رغولو چارې یې په بشپړېدو دي.
د هلمند د کرنې ریاست وایي، چې ددې مرکز د جوړولو چارې په بشپړېدو دي، چې په جوړېدو سره به یې مالدارانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د مصنوعي القاح یاد مرکز، چې دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړیږي، پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دغه مرکز به د هلمند ولایت د مالدارانو د مالونو د مصنوعي القاح په پار وکارول شي.