د فراه د هندواڼو حاصلات سږکال څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته رسیږي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۵:۰
د فراه د هندواڼو حاصلات سږکال څه باندې ۶۸۹ زره ټنو ته رسیږي
۱۲ غبرګولی ۱۳۹۹
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وړاندوینه کړې، چې ددې ولایت د هندواڼو د حاصلاتو سږنۍ کچه ۶۸۹ زره او ۴۰۰ مټریک ټنو ته رسیږي.
ددې ریاست د چارواکو په خبره سږکال د فراه ولایت په ۱۹ زره او ۱۵۰ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي. د فراه ولایت پشت‌رود، خاک‌سفید، بالابلوک، بکوا، شیب‌کوه او پشت‌کوه ولسوالۍ او دغه راز ددې ولایت د مرکز اړونده کلي هغه سیمې دي، چې تر نورو سیمو دېر هندواڼې په کې کرل شوي دي.
تېر کال په فراه ولایت کې ۱۸ زره او ۴۷ هکټاره هندواڼې کرل شوې وې، چې له دغو کروندو څخه ۶۵۰ زره او ۲۶۸ مټریک ټنه هندواڼې تولید شوې وه.
د فراه ولایت د کرنې رییس عبدالمنان متین وایي: «ددې محصول د کروندو زیاتوالي او د څارنې پایلې ښیي، چې یاد محصول د تېر کال په پرتله ۰.۶ سلنه زیاتوالی لري.»
د فراه ولایت د کرنې رییس وایي، چې د هندواڼو د محصولاتو د خوساکېدو د مخنیوي او پر وخت پلور لپاره یې سږ کال ځانګړې تابیاوې نیول شوي دي. هغه وویل: «د هندواڼو د کرکېلي ټولنه جوړول، د ارزونې کمېټه تعینول او د فصل د راټولولو په وخت کې پر وارداتي هندواڼو د مالیاتي تعرفو لوړول هغه تابیاوې دي، چې په روان کال کې د هندواڼو د خوساکېدو د مخنیوي په پار نیول شوي دي.»
باید وویل شي، چې تېر کال د فراه ولایت د هندواڼو یوه برخه د یوشمېر ستونزو له ډلې د بیې ټیټوالي له امله خوسا شوي ول.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت