فاریاب کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳۱ - ۱۷:۵۵
کار ساخت یک سردخانه‌ی مدرن و بزرگ در فاریاب آغاز شد


۳۱ وری ۱۳۹۹
د فاریاب په ولایت کې د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړه خونه چې جوړولو یې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت لري، د بنسټ دبره یې د فاریاب والي نقیب الله فایق او یو شمېر نورو چارواکو له خوا کېښودل شوه.
دغه سړه خونه یو معیاري او عصري سړه خونه ده، چې په درې زره متر مربع ځمکه کې جوړیږي. ټاکل شوې، چې دغه سړه خونه د یوزر او ۵۰۰ مټریک ټنه مېوو او سبو د ساتنې وړتیا ولري.
دغه سړه خونه د کرنې وزارت له خوا ډیزاین او د جوړولو چاري یې د ملي پراختیا شرکت له خوا پر مخ وړل کیږي.
ددې سړې خونې د جوړولو په لړ کې، چې کابو دوه کاله نیسي، ۱۵۰ کسانوته به د کار زمینه هم برابره شي. دغه راز تر بشپړېدو وروسته به ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره کړي.
د سبو او مېوو عمر زیاتول، د دغو محصولاتو د بیو کنټرول، د بزګرانو اقتصادي وده او په بېلابېلو موسمونو کې د مېوو او سبو د وارداتو په کچه کې کموالی راوستل ددې سړې خونې ګټې دي.
تر دې وړاندې هم د کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني او تخار په ولایتونو کې د ورته سړوخونو د جوړولو چارې پیل شوې وې او ټاکل شوې ده، چې په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم ورته سړې خونې جوړې شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۴
Background image

د کندز او بغلان په ولایتونو کې د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح د دوو پروژو پرانیسته

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو ایستلو او کرنیزو ځمکو د اصلاح ریاست چارواکي وایي، چې په کندز او بغلان ولایتونو کې دوه مهمې پروژې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۷
Background image

د کرنې وزارت ویاند دهرات په ولایت کې د غواساتنې له فارمونو څخه لیدنه وکړه

۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوی شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د غوا فارمونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۴۶
Background image

دهلمند ناوې ولسوالی کې د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش لړۍ پيل شوه


۲۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، په ناوی ولسوالی کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته د دوو جریبو ځمکو لپاره د اصلاح شوو غنمو. . .

بازگشت