خوست کې د جلغوزیو قوریه لرونکوته د بزګر ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړ شول

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۱۳:۳
خوست کې د جلغوزیو قوریه لرونکوته د بزګر ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړ شول

۵ وری ۱۳۹۹
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د طبیعي ځنګلونو د خوندي کولو او بیا رغولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي، په همدې موخه ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو « موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده» کې ۳۶۰ کورني قوریې کړي دي او ددې ترڅنګ د یادو قوریه لرونکو او په دې برخه کې دبوختو بزګرانو د روزنې په پار د خوست ولایت دیادو پنځو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د جلغوزیو قوریه لرونکوته د بزګر ۲۰ سیمه ییز ښوونځي هم جوړې کړي دي.
د خوست د کرنې رییس حفيظ الله شاه نوري وویل، چې ددې ولایت د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د یاد ولایت په پنځو ولسوالیو کې، چې په کې د موسی خېل، ځاځيمیدان، تڼي، سپېره او دوه منده ولسوالۍ شامل دي ۳۶۰ بزګرانو ته د جلغوزې او چهارمغزو کورني قوریې جوړې شوي دي او په دې برخه کې د قوریه لرونکو او بزګرانو د روزنې په پار د بزګر ۲۰ سیمه ییز ښوونځي هم جوړ شوي دي.

د خوست د کرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په لومړی پړاو کې خلکوته عامه پوهاوی، دویم پړاو کې روزنیز پروګرامونه او درېیم پړاو کې د بزګرانو ۲۰ سیمه ییز ښوونځي جوړول شامل و چې بشپړ شوي دي. ټاکل شوې، چې ددې پروژې له لارې تر درې کلونو پروې قوریه لرونکو سره تخنیکي مرستې وشي ترڅو د دوی نیالګي تر ځنګل پورې ورسیږي.

خوست د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغولو په پار هلې ځلې کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۲
Background image

نورستان کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو او حبوباتو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۸
Background image

هلمند ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر؛ خانشین ښاروالۍ ته د زر جریبه ځمکې د لېږد بهیر پیل شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ښاري پراختیا او منظمې ابادۍ د بهیر د چټکتیا په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړی پلاوی هلمند ولایت ته سفر کړی،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۵۹
Background image

بلخ کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کنو پر ضد دوه ورځنی ستر ورکشاپ ترسره شو

۲۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د کنو  پر وړاندې د مبارزې او د کانګو وینې بهوونکې تبې د مخنیوي په موخه دوه ورځنی. . .

بازگشت