جمهوررئیس غني د نوي کال او پسرلي په هرکلي یو نیالګی کېنوه

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱/۳ - ۱۳:۲۵
جمهوررئیس غني د نوي کال او پسرلي په هرکلي یو نیالګی کېنوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، نن سهار د نوي کال او پسرلي د هرکلي په مناسبت، د جمهوري ریاست په محوطه کې یو نیالګی کېنوه او د زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا چارو او د بېوزلۍ کمولو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د کابینې یو شمېر غړو د جمهوررئیس ملتیا کوله، جمهوررئیس وویل، د خدای (ج) په حکم نن طبیعت بېرته ژوندی شوی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هیواد په شنه کېدو کې برخه واخلي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په تېر کې د افغانستان اویا سلنه ځنګلونه شنه وو، خو د جګړو او بدبختیو د دوام له وجې د دغو ځنګلونو ډېره برخه لمنځه ولاړه. اوس زموږ دنده ده چې دغه ځنګلونه بېرته احیا او خپل هیواد شین کړو.

جمهوررئیس غني د ډاکتر تتسو ناکامورا کارنامو ته په اشارې وویل، ډاکتر ناکامورا په افغانستان کې د ځنګلونو جوړولو نوې طریقه بنسټیزه کړه. افغان ملت باید د هغه کارنامې او طریقې تعقیب کړي. هغه زیاته کړه، نوې طریقې چې د جاپانیانو له لوري تجربه شوې دي، ښیي چې ځنګلونه په دوو کلونو کې شنه کېږي، ښه بېلګه یې د افغانستان په ختیځ کې ګمبیري دښته ده.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت او مهارولو لپاره درې میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د اوبو د مدیریت پنځه کلن پلان هم جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې اوبه ذخیره کېږي شاوخوا سیمې یې باید شنې شي.

د هیواد جمهوررئیس د کرونا وایروس خپرېدو ته په اشارې وویل، د افغانستان تاریخ ښیي چې کله هم زموږ هیواد له کومې ستونزې سره مخ شوی، ستونزه په یووالي او تدبیر حل شوې ده. کرونا وایروس یوه نړیواله فاجعه ده، خو موږ غښتلی ځواک لرو چې د دغه ځواک په انسجام سره کولای شو د کرونا وایروس فاجعه مهار کړو.

جمهوررئیس غني د هیواد علمای کرامو ته په خطاب کې وویل، په دې حساس وضعیت کې د هیواد علما باید د خلکو رهبري پر غاړه واخلي او خلک دې هم له علمای کرامو سره ودرېږي. هغه زیاته کړه: د خدای (ج) حکم او د نبي کریم (ص) طریقه دا ده، په هر ځای کې چې وبار راشي، باید هلته جدي تدابیر ونیول شي او هیڅوک دې بل څوک په خطر کې نه اچوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۱:۴۰
Background image

د هلمند موسی کلا کې پر لسګونو بزګرانو اصلاح شوي عضوي سره ووېشل شوه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د موسی کلا ولسوالی د ترویج عمومي مدیریت په همکارۍ د افغان ایرک کمپنۍ له لوري، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د تخمونو د تصدیق او غنمو د تجربوي کر پراخې پروژې پيل او بشپړې شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د سهیل لوېدیځ زون د تخمونو د تصدیق امریت کارکوونکو د بولان څېړنیز فارم کې ۵۳۰ نمونې وکرلې، او هممهاله د غنمو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۲۸
Background image

د غزني د کرنې ریاست او د سرحدونو او قبایلو ریاست د اصلاح شویو تخمونو د عادلانه وېش په پار ګډه ناسته وکړه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییسس مولوي محمد اسماعیل شکیب او ددې ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو رییس جان محمد حاجي مومین ګډه. . .

بازگشت