هلمند کې پر یوشمېر بېوزلو مېرمنو د سبو د پروسس توکي ووېشل شوې

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۱۱:۵۷
هلمند کې پر یوشمېر بېوزلو مېرمنو د سبو د پروسس توکي ووېشل شوې

۸ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل په هلمند ولایت کې پر یوشمېر بېوزلو مېرمنو د سبو د پروسس توکي وېشل شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت پر یوشمېر بېوزلو مېرمنو د سبو د پروسس اړین توکي وېشل شوي دي. د ښاغلي الکو په خبره ددغو وېشل شویو توکو پرمټ به برخمن شوي مېرمنې وکولای شي، چې په خپلو کورونو کې مربا، اچار، چتني او سرکه جوړ او بازار ته یې وړاندې کړي.

همداراز ددې پروژې برخمن شوي مېرمنولپاره د اچارو جوړولو، د مېوو او سبو وچولو او بسته بندي په برخه کې هم په عملي او نظري ډول روزنیز پروګرام په لاره اچول شوې وه.

ددې پروژې موخه بېوزلو مېرمنو ته کارموندنه او همداراز د بېلابېلو کرنیزو بروخو ترویج او په کورنیو کې د خوړو خوندیتوب دي تر څو مېرمنې وکولای شي، چې د خپلو کرنیزو محصولاتو له لارې د خپلو کورنیو په اقتصادي وده کې ونډه ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

بازگشت