۱۳۹۸ کې کرنې وزارت، درې زره او ۲۱۰ پراختيايي پروژې پلي کړي دي

content_admin
ملت_ته_د_دولت_حساب_ورکول

۷ کب ۱۳۹۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۸يم مالي کال کې، د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، د طبيعي سرچينو د ودې او بيارغونې، د خوړو خونديتوب او د مېرمنو وړتيالوړولو په بېلابېلو برخو کې، درې زره او ۲۱۰ پراختيايي پروژې پلي او بشپړ کړي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۸يم مالي کال پراختيايي بوديجه ۷.۹ ميليارډه افغانۍ وه، چې له دې ډلې ۷.۷ ميليارډه افغانۍ يې، چې د ټولې بوديجې ۹۸ سلنه جوړ وي؛ د ماليې وزارت له خوا تخصيص اخذ کړ. تخصيص شوي بوديجې څخه ۷.۴ ميليارډه افغانۍ، چې د ټولې بوديجې ۹۳.۵ سلنه جوړوي لګول شوې ده.

دغه راز د کرنې وزارت د ۱۳۹۸يم مالي کال عادي بوديجه ۱.۳۶۲ ميليارډه افغانۍ وه، چې له دې ډلې ۱.۲۹۲ ميليارډه افغانۍ يې، چې د بوديجې ۹۵ سلنه جوړوي لګول شوې ده.

۱۳۹۸يم کال کې، د کرنې وزارت درې زره او ۲۱۰ پراختيايي پروژې عملي کړي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۸ يم کال کې په ټوليزه توګه ۹۱ عمده فعاليتونه «هر فعاليت کې څو پروژې شاملي دي» پلان کړي و، چې له دې ډلې ۵۹ فعاليتونه يې بشپړ کړي دي. ددغو فعاليتو له ډلې ۱۸ نور يې تر کار لاندې او د بشپړېدو په درشل کې دي، پنځه فعاليتونه يې نه دي پيل شوي او د نهو فعاليتونو پلي کېدل پيل شوي و، خو د يوشمېر ستونزو له امله ځنډول شوي دي.

په دې کال کې د وزارت د ټولو فعاليتونو د پرمختګ د في صدي منځنۍ کچه، ۸۰.۳۸ سلنې ته رسيږي.

تېر مالي کال کې، کرنې وزارت د اوبولګولو د ۳۴۴ شبکو د بيارغولو چارې ۸۹ سلنه بشپړ کړي او د ليزرلېول يا ځمکې هوارولو ۸۴ ماشينونه وېشلي دي.

د کرنې رياستونو ته ۱۷۰ عرادې ټراکټورونه لېږل او ۱۶ زره او ۸۷ ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه پېرل او پر بزګرانو وېشل، د شولې او غنمو دوه زره او ۵۲ ننداريزې قطعې جوړول، د اصلاح شويو تخمونو پر توليدوونکو دوه زره او ۵۰۰ سرټيفيکټونه وېشل، د غنمو يو زر او ۲۵۰ مټريک ټنه تصديق شوي تخمونه توليدول له نورو فعاليتونو څخه دي. په دغو فعاليتونو سره د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات ۴۲ سلنه او د وريجو حاصلات نهه سلنه زيات شوي دي.

دغه راز ۷۲۶ سوداګريزې شنې خونې جوړول، د بڼوالۍ د پراختيا ۱۸۰۰ کڅوړې وېشل، ۷۸۹ څېړنيز تجربې پلي کول، ۴۵صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، ۶۸۹۱ هکټاره مثمر بڼونه جوړول او د بڼوالۍ حاصلاتو ټولولو ۲۰۰۰ کڅوړې وېشل، د انګورو په ۱۵۰ هکټار بڼونوکې د چيلې سيسټم لګول، د کمپوسټ سرې ۴۹۲ واحدونه جوړول، ۲۳۵ مميزخونې جوړول، ۵۰۰ مټريک ټنه کيمياوي سرې وېشل، د پستې ۳۵۰۰ کيلو ګرام تخمونه وېشل، په ۲۱۵ هکټاره سيمه کې د پستې ونو پيوندول په تېر مالي کال کې د کرنې وزارت نورې کړنې دي.

دغه کړنې ددې لامل شو چې د بڼوالۍ حاصلات تر ۲۵ سلنې زيات شي.

د څلورو لويو او عصري مسلخونو د جوړولو چارې بشپړول، څه باندې شپږ ميليونه او ۵۰۰ زره څارويو ته بېلابېل واکسينونه ورکول، درې ميليون ډوزه حيواني واکسينونه توليدول، پانګوالو لپاره د چرګانو روزنې ۷۰ سوداګريز فارمونه جوړول، د ګرمو اوبو د کبانو ۸۰ فارمونه او د کبانو دوه تکثيري فارمونه جوړول، د کبانو څلور ميليونه بچې توليدول، د شېدې ټولولو ۲۹ مرکزونه جوړول او سمبالول، د شاتو مچيو روزلو ۵۰۰ پراختيايې کڅوړې وېشل، د وټرنرۍ ۲۷۰ کلينيکونه جوړول او تجهيزول او ۹ پارا وټرنرانو ته روزنه ورکول، مالدارانو لپاره د څارويو ۳۱۱ مټريک ټنه خوراکي توکي پېرل، د پيله وري ودانۍ جوړول او ګټې اخيستنې ته سپارل، د حيواني خوراکي توکو دوه ګودامونه جوړول، د حيواني علوفې ۲۱۳ ننداريزې کروندې جوړول، په ۲۰۰ هکټاره ځمکه کې علوفې کرل، په کابل کې د لبنياتو د تر ټولو سترې فابريکې د جوړولو د کار پيل؛ هم د تېر کال د فعاليتونو په ډله کې دي.

بلخ کې د پستې ۶۰ زره نيالګيو ته دڅاڅکې اوبوخور سيسټم جوړول، يو زر او ۱۹۰ کورني قوريې جوړول، د ځنګلي نيالګيو ۲۱۷ جريبه قوريې جوړول، ۶۰۲۵ هکټاره څړځايونه بيارغول او ساتل، د طبي نباتاتو ۳۵۰ هکټاره سيمې بيارغول او ساتل، د ملي پارکونو بند امير او واخان بيارغول او ملاتړ، په غونډيو کې د طبيعي سرچينو د ساتنې په پار يو زر او ۱۰۰ متر مکعب محافظتي بندونه جوړول، د حمايتي، روزنيز او تخنيکي چوپړونو په وړاندې کولو سره د خوست او پکتيا د جلغوزيو ۱۲ سلنه زياتوالي، د نيالګيو په کېنولو، د انجې د کښت دترويج او شيرين بويې پاللو ته د خلکو د هڅوله له لارې د زرغون کمربند ۱۸۰ زره سيمې بيارغول نور فعاليتونه دي.

په تېر مالي کال کې د ۱۳ قرنطين سټيشنونو لابراټوارونه هم تجهيز شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د بوختو مېرمنو د وړتيالوړلو په برخه کې هم پراخ فعاليتونه ترسره شوي دي. د شاتو مچيو روزنې ۳۸۰ صندوقونه وېشل،۷۰۰ شېدې ورکوونکي ووزې او ۴۰ خوسکي وېشل، د مالدارۍ او کرنيزو توکو ۳۰۰ بستې او د سبو ۵۰۰ وچوونکي دستګاوې وېشل، د هېواد په کچه ۱۹ زره او ۴۷۴ کورني باغچې جوړول، يو زر او ۸۸۵ وړې شنې خونې جوړول، د چرګانو روزنې ۲۹ زره او ۵۷۰ واړه فارمونه جوړول، د شېدې ټولولو شپږ مرکزونه جوړول او سمبالول او ۶۰۰ مالدارو مېرمنو ته روزنه ورکول او څلور زره او ۲۶۰ مېرمنو لپاره روزنيزې برنامې په لاره اچول هغه کړنې دي، چې د مېرمنو وړتيالوړولو په برخه کې تر سره شوي دي.

د ۱۳۹۷يم کال په پرتله په ۱۳۹۸يم کال کې د زعفرانو توليد ۲۲ سلنه زياته شوې ده. دغه راز د زعفرانو د شپږو مرکزونو ايجادول، په هرات، کابل، بلخ او فارياب کې د زعفرانو د پروسس شپږ مرکزونه جوړول، هرات کې د زعفرانو څېړنيز انسټيټوټ جوړول، د زعفرانو ۴۸۹ ننداريزې قطعې جوړول، پر زعفران کارانو د زعفرانو ۲۲۴ ټنه ښه کيفيت لرونکي پياز وېشل د کرنې وزارت نور فعاليتونه دي.

د غوزانو، جلغوزې او نورو ځنګلي ونو ۱۹۰ قوريې جوړول او سمبالول، د قوريو جوړولو او په پلاستيکي کڅوړو کې د تخمونو کرولو په برخه کې يو زر او ۱۹۰ سيمه ييزو کورنيو ته روزنه ورکول، د جلغوزې د لازياتو ځنګلونو ايجادولو په پار د جلغوزې يو زر او ۲۲۰ کيلو ګرامه تخمونه وېشل، د جلغوزې ۳۱۰ هکټاره نوي ځنګلونه جوړول د تېر مالي کال نورې کړنې دي.

د کرنې وزارت په ۱۳۹۸يم کال کې، د کرنې د وجهي صندوق له لارې، څه باندې څلور زره بزګرانو ته نږدې ۱.۱ ميليونه افغانۍ پور ورکړي دي. ټاکل شوې، چې کرنې وزارت ۲۰۲۰ام کال کې ددې صندوق له لارې پانګوالو او بزګرانو ته ۱.۵ ميليارډه افغانۍ پور وکړي.