د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۸:۳۳
د کندهار د کرنې ریاست ۲۰ کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز له مسلکي روزنې فارغ شول


۲۰ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ۲۰ تنه کارکوونکي د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز اړوند له تخصصي او مسلکي روزنیز پروګرام څخه په بریالیتوب فارغ شول.
د مسؤلینو په وینا، دغو کارکوونکو ته د درېیو ورځو په موده کې د ملکیتونو د تثبیت واحد مرکز په برخه کې هر اړخیزې نظري او عملي زده کړې ورکړل شوې، ترڅو وکولای شي د خپلو دندو په سیمو کې په اغېزمنه او مسلکي توګه فعالیت وکړي او د عامو خلکو ستونزو ته پر وخت او چټک رسېدنه یقیني کړي.
د فراغت په مراسمو کې د کندهار د کرنې رییس مولوي عبدالرشید منیب د ظرفیت لوړونې پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کارکوونکو مسلکي روزنه د ادارې د فعالیتونو د ښه والي، د خدماتو د کیفیت لوړولو او د ولسونو د ستونزو د اغېزمن حل لپاره مهمه اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړه، چې د کندهار د کرنې ریاست هڅه کوي چې د خپلو کارکوونکو تخنیکي او مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کړي، ترڅو د ځمکو، ملکیتونو او کرنیزو چارو اړوند خدمات په معیاري او منظم ډول وړاندې شي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په وروستیو میاشتو کې د خپلو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره یو لړ روزنیز پروګرامونه پلي کړي دي. د همدې لړۍ په دوام، شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د یاد ریاست ۵۰ تنه کارکوونکي د کادستر او ځمکو د ثبت په برخه کې له نظري او عملي زده کړو برخمن شوي وو.
دغه روزنیز پروګرامونه د دې لپاره ترسره کېږي، چې د ادارې کارکوونکي په مسلکي مهارتونو سمبال شي، اداري چارې په چټکۍ او شفافیت سره پرمخ ولاړې شي او د خلکو ستونزې په اغېزمن او پر وخت ډول حل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۸:۴۱
Background image

د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

بازگشت