لغمان کې د مثمرو بڼونو د جوړولو پسرلنۍ کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۹:۵۹
لغمان کې د مثمرو بڼونو د جوړولو پسرلنۍ کمپاین پیل شو

۱۲ سلواغه ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) له خوا په لغمان ولایت کې د مېوه لرونکو بڼونو د جوړولو پسرلنۍ کمپاین پیل شوی دی.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (NHLP) په پام کې لري، چې ۱۳۹۹ یم کال کې د لغمان ولایت ځمکوالو او بزګرانو لپاره د بېلابېلو مېوو ۵۰۰ جریبه بڼونه جوړ کړي، د بزګرانو او ځمکوالو د غوښتنې پر اساس ښایي دا شمېره ډېره شي.
د کرنې وزارت هلې ځلې کوي، چې لغمان ولایت کې بڼوالۍ ته وده ورکړي، هغه ونې ترویج کړي، چې په لنډه موده کې مېوه نیسي او ښه کمیت او کیفیت لرونکي وي، تر څو د بڼوالۍ محصولات ډېر او د بڼوالو عواید زیات شي.
د کرنې وزارت له خوا د نوي بڼونو جوړول، د زړو بڼونو بیارغول او پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي وېشل د بڼوالۍ د سکټور د پیاوړتیا او د نوي بڼونو د پېژندنې لامل شوي دي او له دې لارې بزګرانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د بڼونو جوړولو پسرلنۍ کمپاين به په نژدې ورځو کې ننګرهار او کونړ ولايتونو ته هم وغځېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۵
Background image

د لوګر د کرنې رییس د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره و کتل

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، مرکز ته اړوند د سیاه کوه سیمې له مشرانو سره وکتل او د طبیعي ځنګلونو د قطع کولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۱:۳۵
Background image

ننګرهار کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې د کړنو اروزنه وشوه

۱۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښوونه د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز او د احصایي او ارقامو د تنظیم امر قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندز د کرنې ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» د کندز ولایت دکرنې له رییس مولوي امان الله حسن او د یاد ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د عشر او زکات، د طبیعي سرچینو د. . .

بازگشت