د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر څخه دلیدنې په ترڅ کې د دغه بندر له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې تخنیکي او رسمي لیدنه کې، د بندر فعالیتونه، لوژسټیکي سیسټم او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو میکانیزمونه په هر اړخیز ډول وارزول شول. ویسوټسک بندر د بالټیک سمندر په حوزه کې موقعیت لري او د عصري تجهیزاتو، پرمختللو ګدامونو او ډیجیټلي مدیریت سیسټم په کارولو سره د غلو دانو، کانټینري اموالو او نورو سوداګریزو توکو لېږد په معیاري ډول ترسره کوي.
د غونډې په ترڅ کې، د دواړو لورو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د سوداګرۍ د پراختیا په اړه مهمې خبرې وشوې. د روسیې فدراسیون له لوري د غلو دانو، په ځانګړي ډول د غنمو د صادراتو موضوع مطرح شوه، چې د افغانستان د اړتیاوو پر بنسټ وڅېړل شوه. په مقابل کې، د افغانستان له لوري روسیې ته د تازه او وچو مېوو او سبو صادراتو موضوع هم وڅېړل شوه او د افغانستان د لوړ تولیدي ظرفیتونو او مناسبو صادراتي فرصتونو پر اهمیت ټینګار وشو.
دا سفر د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د کرنې په برخه کې د روسیې له تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه ترسره شوی دی.


بازدید هیأت امارت اسلامی افغانستان  از بندر تجارتی ویسوتسک روسیه 
هیئت بلندپایه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به ریاست  مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، از بندر تجارتی ویسوتسک در فدراسیون روسیه بازدید و با مسئولان این بندر دیدار و گفتگوکرد.
در این بازدید تخنیکی و رسمی، فعالیت‌های بندر، سیستم لوژستیکی و میکانیزم‌های صادرات و واردات محصولات زراعتی به‌گونه همه‌جانبه مورد ارزیابی قرار گرفت. بندر ویسوتسک در ساحه بحر بالتیک موقعیت داشته و با استفاده از تجهیزات عصری، گدام‌های پیشرفته و سیستم مدیریت دیجیتلی، انتقال غله‌جات، اموال کانتینری و سایر مواد تجارتی را به‌گونه معیاری انجام می‌دهد.
در جریان این نشست، میان دو طرف در مورد توسعه تجارت محصولات زراعتی بحث‌های مهم صورت گرفت. از جانب فدراسیون روسیه ، موضوع صادرات غله‌جات به‌ویژه گندم مطرح شد که بر اساس نیاز افغانستان مورد بررسی قرار گرفت. در مقابل، از سوی افغانستان موضوع صادرات میوه‌های تازه و خشک و سبزیجات به روسیه فدراسیون نیز مورد بحث قرار گرفت و بر ظرفیت‌های بلند تولیدی و فرصت‌های مناسب صادراتی افغانستان تأکید شد.
این سفر با هدف گسترش همکاری‌های دوجانبه و استفاده از تجارب روسیه در بخش زراعت انجام شده است.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۳:۲
Background image

کندز کې د کرنیزو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او پرمختګ په اړه د «ډاکار» دفتر سره مهمه ناسته ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی نیاز محمد عابد د «ډاکار» مؤسسې د شمال او شمال ختیځ زون دفتر مسوول داد الله سره په کتنه کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۸
Background image

کرنې وزارت کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر په مشرۍ د دعوت او ارشاد غونډه د دې وزارت د مسؤلینو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

بازگشت