د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۲۴
جلسه هماهنگی وزارت زراعت با سازمان زراعت و خوراک ملل متحد برگزار شد

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» ترمنځ د همغږۍ غونډه د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د اوبولګولو او قدرتي سرچینو په معینیت کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې مولوي بازمحمد فیضان د پروژو د ښه تطبیق په موخه د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د همکاریو او همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو څرګنده کړه، چې په روان میلادي کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ۳۴۳ پروژو د پلي کېدو پلان شته. د هغوی د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د اوبولګولو کانالونو جوړول او بیارغونه، د چکډېمونو جوړول، د سیندونو د غاړو استحکامات، د څاڅکي اوبولګولو سیستمونو نصب، د ځنګلونو بیارغونه، د کرنیزو ځمکو لېزر لېول کول او د کاریزونو بیارغونه شامل دي.
یاد فعالیتونه په ځانګړې توګه د اوبولګولو د سکتور لپاره طرحه شوي، چې موخه یې په هېواد کې د کرنیزو بنسټیزو زېربناوو ښه کول او د اوبو د سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان د چرګانو پالنې اتحادیې له غړو سره په خپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د. . .

بازگشت