بامیان کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
آغاز توزیع گندم خوراکه و کمک نقدی برای مهاجرین مستحق ولایت بامیان

۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، د باميانو په ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو لپاره د بېړنيو مرستو پروګرام پيل شو. په دې پروګرام کې د خوراکي غنمو وېش او نغدي مرسته شامله ده، چې د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي تر څارنې لاندې او د بامیان ولایت مقام په همغږۍ پلي شو. 
د پرانيستې په مراسمو او د ياد بهير د پلي کېدو پر مهال د ولايت مرستيال، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف، د ولايت مقام د دفتر رییس، د راستنېدونکو چارو د رياست استازو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست، د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې استازو او همدارنګه د باميانو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکو ګډون درلود.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضياءالدين واقف، د باميانو په ولايت کې د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهير د پرانيستې په مراسمو کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله  د پېرزوینې او مهربانۍ فرمان په اړه، چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره صادره شوې ده، خبرې وکړې.
نوموړي وويل، چې دغه مرستې د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو سره سم  له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته وېشل کېږي، څو د هغوی د ستونزو يوه برخه حل او د ژوند حالت يې يو څه ښه شي.
د ځانګړې شوې ونډې له مخې، په ټوليز ډول ۳۰۰ مټريک ټنه خوراکي غنم او ۶ ميليونه افغانۍ د ۱۲۰۰ تنو اړمنو کډوالو کورنیو لپاره په پام کې نيول شوي دي. هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ياد پروګرام د اړمنو کډوالو د ملاتړ په برخه کې يو مهم او پر وخت ګام بلل کېږي او د یاد لړۍ منظم دوام، کولای شي له ټولنيز او معيشتي پلوه د پام وړ مثبت اغېز ولري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت