د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندلانو چکډېم چاري ۵۰ سلنه بشپړې شوې

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۳۹
د کندهار کښته شاولیکوټ کې د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندلانو چکډېم چاري ۵۰ سلنه بشپړې شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق  

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې، د کندهار د کرنې ریاست په تخنیکي همکاري د کندهار د کښته شاولیکوټ ولسوالی د کندلانو په سیمه کې د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي، چې دا مهال یې ودانیزې چارې ۵۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د یاد چکډېم د چارو څارنه د کندهار کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له لوري ترسره شوې ده. د څارنې پر مهال انجنیر نورمحمد همکار د چکډېم ټولې چارې له نږدې دقیقي وارزولې او د کیفیت او معیار له پلوه یې هر اړخیزه کتنه وکړه.

دکندهار دکرنې ریاست انجنیر نورمحمد همکار وایي، چې یاد ستر چکډېم ته د کندهار کرنې رییس له لوري ځانګړې او جدي پاملرنه کېږي، ترڅو چارې یې په منظم، معیاري او لوړ کیفیت سره ترسره شي. د هغه په وینا، د چارو د ښه تطبیق او د کیفیت کنترول د تضمین لپاره دا مهال دوه انجنیران په سیمه کې دایمي ګمارل شوي دي، ترڅو د چکډېم د چارو ورځنی څارنه وکړي او د پروژې پرمختګ په معیاري ډول یقیني کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال د کندهار ولایت په درېیو نورو ولسوالیو کې هم د اوبو د مهار او ساتنې په موخه د چکډېمونو د جوړولو چارې روانې دي، چې له چارو یې پر وخت څارنه کېږي او په منظم ډول ارزول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۱۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالی کې بزګرانو ته درشقې تخم ووېشل شو

۱۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکې بشري مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د جغتو ولسوالی کې پر ۱۰۰ مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د ۷۳ مېښو د قاچاق مخه نیول شوې

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۷۳ سره مېښو د. . .

بازگشت