د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۵:۲۹
د خوست تڼیو ولسوالی کې د چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې چارې پیل شوې

۲۱مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې په تمویل، د خوست ولایت په تڼیو ولسوالی کې د ۱۰ زره اصله چهارمغزو نیالګیو د کېنولو پروژې د تطبیق چارې پیل شوې.
د یادې پروژې د عملي کېدو په موخه، د ولایتي او ولسوالی د ګډ پلاوی په حضور کې د تڼیو ولسوالی اړوند د چري پخښۍ ټولنې ته ۵۶۰۰ اصله چهارمغزو نیالګي په رسمي ډول وسپارل شول. همدارنګه، پاتې ۴۴۰۰ اصله چهارمغزو نیالګي به په نږدې راتلونکو ورځو کې ټاکل شوې سیمې ته انتقال او یادې ټولنې ته وسپارل شي، څو د پروژې ټولې چارې د پلان سره سم بشپړې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې د بشپړ تطبیق په پایله کې به د تڼیو ولسوالی په اړونده سیمه کې د ۲۵ هکټاره په مساحت د چهارمغزو مصنوعي ځنګل رامنځته شي. دغه ځنګل به د سیمې د سرسبزۍ ترڅنګ د چاپېریال ساتنې، د خاورې د تخریب مخنیوي او د ځایي خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې مهم او دوامدار رول ولوبوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت