د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
د هلمند دکرنې رئیس  د چرګانو پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل 

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، په داسې حال کې، چې د یاد ریاست د مالدارۍ آمر هدایت‌الله هدایت او د کرنې ریاست سلاکار انجینر اسدالله یې ملتیا کوله ددې ولایت پالنې ټولنې له چارواکو سره وکتل.
په دې غونډه کې د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې د کرنې ریاست دروازه د ټولو هلمندي ولسونو پر مخ پرانېستې ده. نوموړي زیاته کړه: «زه دلته د ولس خادم یم او د اصولو په چوکاټ کې به د دې خلکو خدمت کوم»، او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د چرګانو پالنې د ټولنې چارواکو هم د هلمند د کرنې رییس له نیکو څرګندونو مننه وکړه او د ټولنې پر منظم فعالیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټولنه باید د ټولو قوانینو او اصولو په رڼا کې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ یوسي. نوموړي همداراز زیاته کړه، چې موږ او تاسو به په ګډه کار کوو تر څو عملي او چټک ګامونه پورته کړو.
د ټولنې چاراوکو د چرګانو د سکتور پر وړاندې شته ستونزې او خنډونه یاد کړل، چې په ځواب کې د کرنې رییس د یادو ستونزو د حل لپاره نیکې مشورې ورکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې دا ډول غونډې به په دوامداره توګه ترسره کېږي، تر څو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت