د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۳۶
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا ونو د تکثیر او کرنې له لارې د شنو سرچینو پیاوړتیا ته نوی ګام 

۱۶ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، صنعت، ځنګلاتي ونو، بوټو او شنو سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپل درېیم فارم په قوریه کې د پالونیا صنعتي او ځنګلاتي ونو د تکثیر او روزنې چارې په منظم او بریالي ډول روانې کړې دي.
د یاد شرکت د سږني پلان له مخې، د درېیم فارم د قوریې لپاره ۵۰۰ د پالونیا ونو تازه د ریښو قلمې پېرودل شوې، چې د مسلکي او فني معیارونو له مخې په پلاستیکي کڅوړو کې کښت شوې دي، تر څو د فارم د صنعتي او ځنګلاتي ونو ظرفیت لوړ او د دوامدارې کرنې پراختیا ته زمینه برابره شي.
همداراز، تېر کال د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په هڅو د پالونیا مادرسټاک (مورنیو بوټو) په توګه کرل شوو ونو څخه به سږکال شاوخوا ۵۰۰۰ د ریښو تازه قلمې ترلاسه او د تکثیر او پراختیا په موخه به وکارول شي.
د شرکت مسوولین وایي، د پالونیا ونې د چټکې ودې، د لوړ کیفیت لرګي، د چاپېریال ساتنې او اقتصادي ارزښت له امله ځانګړی اهمیت لري او د دې پروژې له عملي کېدو سره به نه یوازې د ځنګلاتي سرچینو پراختیا ته لاره هواره شي، بلکې په صنعتي برخه کې به هم د هېواد اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مسوولینو په وینا، دا هڅې د دوامدارې کرنې او د شنو سرچینو د پراختیا په برخه کې یو مهم او بنسټیز ګام بلل کېږي، چې په پایله کې به هېوادوال وکولای شي د دغو صنعتي او ځنګلاتي ونو له اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزو ګټو څخه په پراخه کچه ګټه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۹:۳۰
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د عاليقدر امیر المؤ منین حفظه الله د حکم پر بنسټ، مولوي نورالدین عمیر د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا امارتي شرکتونو لوی ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس حافظ عبدالکبير زاهد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۲:۱
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په لغمان کې د پراختیایي او اقلیمي پروژو څخه لیدنه وکړه

۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د یوه پلاوي په مشرۍ، د لغمان ولایت په مرکز کې د میداني کلي. . .

بازگشت