د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي کار خونو ستونزو حل او تولید پیاوړتیا په موخه ننګرهار ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۳۲
د کرنیزو او مالدارۍ تولیدي کار خونو ستونزو حل او تولید پیاوړتیا په موخه ننګرهار ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر  

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني په مشرۍ یو مسلکي ټیم په ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ تولیدي کارخونو ستونزو حل او کرنیزو  شرکتونو ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر وکړ.
د کرنې وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري محمد اکبر امیني د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن سره په ناسته کې وویل، چې د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي د خصوصی سکتور پر وړاندې پرتې ستونزې معلومي او د حل یو مناسبه لاره ورته ولتوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دوی د سفر  موخه په ختیځ زون او په خاصه توګه ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ محصولاتو تولیدي کارخونو ستونزو راټولول، د مارکیټ تحلیل، د کرنیزو او مالدارۍ شرکتونو ارزونه، کوپراتيفونو د مقروضیتونو او د وسایلو په هکله معلومات راټولول او د حل لپاره د مناسبې لارې موندل دي.
د ننګرهار د کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دخصوصي سکتور پیاوړتیا د وخت یوه مهمه اړتیا وبلله او په کور دننه یي د کارخونو کاري سیمې پراخول  دځوانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو کې یو نیک اقدام وبلل.


سفر هیئت وزارت زراعت به ننگرهار به‌منظور حل مشکلات کارخانجات تولیدی زراعت و مالداری و تقویت تولیدات
۲ مرغومی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
هیئتی مسلکی به رهبری قاری محمد اکبر امینی، رییس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور حل مشکلات کارخانجات تولیدی زراعت و مالداری و ارزیابی شرکت‌های زراعتی به ولایت ننگرهار سفر کرد.
قاری محمد اکبر امینی، رییس توسعه سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در نشستی با مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت ننگرهار، گفت که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش دارد مشکلات موجود در برابر سکتور خصوصی را شناسایی کرده و برای آن‌ها راه‌حل‌های مناسب بیابد.
وی افزود که هدف این سفر، گردآوری مشکلات کارخانجات تولیدی محصولات زراعت و مالداری در زون شرق، به‌ویژه ننگرهار، تحلیل بازار، ارزیابی شرکت‌های زراعتی و مالداری، جمع‌آوری معلومات در مورد بدهی‌های کوپراتیف‌ها و تجهیزات، و یافتن راه‌حل‌های مناسب برای رفع این مشکلات است.
مولوی محمد ولی محسن، رییس زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، تقویت سکتور خصوصی را یک نیاز مهم زمان دانست و گسترش ساحات کاری کارخانجات در داخل کشور را اقدامی نیک در راستای فراهم‌سازی فرصت‌های کاری برای جوانان عنوان کرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۵۲
Background image

کندهار کې یوشمېر بڼوالو ته ننداریز بڼونه جوړ شول

۱۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولې بنسټ مؤسسې «آراوپي» په تخنیکي همکارۍ د کندهار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۳۹
Background image

ننګرهار کې ١٧٨ مالدارانو ته حیواني خوراکه ووېشل شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د نه انلوس مؤسسې له لورې په سره رود، دره نور، بهسود او کامي ولسوالیو کې مالدارانو ته حیواني خوراکه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۶
Background image

د روزګان په درېیو ولسوالیو کې څه باندې ۷۰۰ کورنیو ته د کورنیو باغچو جوړولو پروژه پیل شوه

۱۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د کلیو د بیارغونې ادارې «آرآراې‌اې» په تخنیکي او د جرمني د  کريټاس مؤ سسې په مالي. . .

بازگشت