د کندهار بولدک ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۴
د کندهار بولدک ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د کندها د کډوالو مؤسسې«کې.آر.او» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د بولدک په ولسوالی کې پر زرو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د کندهار دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر هر مستحق بزګر ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپیه سره ووېشل شوه.
 د یادې مرستي د روڼتیا، عادلانه وېش او وړ بزګرانو د انتخاب لپاره د کرنې ریاست، ولسوالیو مسؤلینو او مؤسسې استازو په کډون یوه کډه کمیټه جوړه شوې وه، چې تر نوم لیکني وروسته اوس مهال ورته چمتو شوې ورسته ووېشل شوه. 
د مرستي څخه برخمن شویو بزګرانو ته د غنمو تخم وړاندې د غنمو کرنې، کیمیاوي سرې کاروني، اوبو لګولو، نوي میتودونو، په کتاري ډول د غنمو کرنې او ورته نورو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
د یادې مرستي څخه موخه په کندهار کې اصلاح شویو تخمونو ته وده او پراختیا ورکول، د اړمنو او بیوزلو کورنیو لپاره د نوي اصلاح شوي ورایټۍ چمتو کول، د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمي ځمکې څخه زیات حاصل ترلاسه کول او ترڅنګ یې د هغوی اقتصاد ته وده او پراختیا ورکول دي.
د یادونې وړ ده، چې دوه اوونې وړاندې د کرنې ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ د کندهار په پنځو ولسوالیو کې څه باندې دوه زره بزګرانو ته ورته مرسته ووېشل شوه، چې راتلونکي کې به په دامان او ښورابک ولسوالیو کې هم ۱۷۰۰ بزګرانو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت