د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
رییس معیشت بدیل وزارت زراعت برای نظارت از پروژه‌های کشت بدیل کوکنار به کندز سفر کرد

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د تطبیق شوو پروژو څارنه، ارزونه او هر اړخیزه بررسی ترسره کړي او د دغو پروژو د پرمختګ بهیر له نږدې وڅاري.
عبدالخالق محجوب د خپل کاري سفر پر مهال د کندز ولایت د کوکنارو د بدیل کښت اړوند پروژو د تطبیق بهیر، د فعالیتونو د پرمختګ کچه، لاسته راوړنې او په دې برخه کې شته ستونزې په هر اړخیز ډول وڅېړلې. په ترسره شوې ناسته کې د پروژو د اغېزمنتیا، شفافیت او د عملي چارو د کیفیت په اړه تفصیلي خبرې وشوې او د لا ښه تطبیق لپاره لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.
د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس وویل، د دغه سفر موخه دا ده چې د پروژو له تطبیقي سیمو څخه مستقیمه څارنه وشي، د اجراآتو د شفافیت او کیفیت ډاډ ترلاسه شي او د بدیل کښت د پروژو واقعي اغېزې وارزول شي. نوموړي زیاته کړه، چې یادې پروژې د بزګرانو د اقتصادي او معیشتي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول لري او د غیرمشروع کښتونو پر ځای د مشروع کرنې د پراختیا زمینه برابروي.
محجوب ټینګار وکړ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هغو پروګرامونو دوامدار ملاتړ ته ژمن دی، چې د مشروع کرنې، د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ځان‌بسیاینې لامل ګرځي او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا لامل کېږي.
په همدې حال کې د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیاز محمد عابد د وزارت له پلاوي هرکلی وکړ او د ولایت د کرنیز وضعیت، د بزګرانو د همکارۍ کچې، د تطبیق شوو بدیلو کښتونو ډولونو او تر لاسه شوو پایلو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، چې د کوکنارو د بدیل کښت پروژې د بزګرانو له لوري په ښه ډول هرکلی شوې دي او د مشروع عایداتي لارو په رامنځته کولو کې یې مثبتې پایلې لرلې دي.
مولوي نیاز محمد عابد همدارنګه د بدیل کښت پروژو پر اغېزمن رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې دغه پروژې د غیرمشروع کښتونو د مخنیوي ترڅنګ بزګرانو ته د دوامدارو عایداتي فرصتونو زمینه برابروي او د کرنیز ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم ارزښت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت