د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب حیواني کلینیک له ترمیم او له بشپړې چمتووالي وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد حیواني کلینیک چې د وروستیو تحولاتو پر مهال تخریب شوی و، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ ریاست له خوا ورته د ترمیم او تجهیز ځانګړې شوې بودیجې په مټ، د تدارکاتي مراحلو تر بشپړېدو وروسته، د یوې میاشتې په موده کې په عصري او معیاري ډول ورغول شو.
د ترمیم په لړ کې د کلینیک ټولې اړوندې برخې ورغول شوې او لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوې. همدارنګه، د یادونې وړ ده چې نوموړي کلینیک پخوا احاطوي دېوال نه درلود، چې د ترمیم ترڅنګ ورته نوی احاطوي دېوال هم جوړ شو، څو د خدماتو د وړاندې کولو لپاره مناسب او خوندي چاپېریال رامنځته شي.
د چارواکو په خبره  په دغه حیواني کلینیک کې به مجرب او مسلکي وترنر ډاکټران مالدارانو ته معیاري، پر وخت او اغېزمن حیواني روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې دا به د حیواني ناروغیو د مخنیوي، د مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لامل شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت