غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه
۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه مشورتي او همغږۍ ناسته ترسره کړه. دغه ناسته د کرنیزو او حیواني علومو د فارغانو د جذب، همکارۍ، لارښوونې او اغېزمنې ونډې اخیستو په موخه ترسره شوې ده.
په غونډه کې دواړو لوریو د هېواد د پرمختګ لپاره د بشري سرچینو اهمیت په ګوته کړ او هوکړه وشوه چې له هغو محصلینو سره چې د کرنې او حیواني علومو له برخو فارغ شوي، به په بېلابېلو کاري برخو کې همکاري وشي. مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل چې اداره یې د ځوانو مسلکي کدرونو د ملاتړ لپاره ژمنه ده او هڅه کوي چې د دوی استعدادونه د هېواد د کرنیز پرمختګ په خدمت کې وکارول شي.
احمد خان صابري په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د زون په کچه باید د کرنې سکتور لا پیاوړی شي او فارغان باید یوازې پرې نښودل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دولتي موسسو او خصوصي سکتور له لارې باید د ظرفیت لوړونې او عملي تجربې زمینه ورته برابره شي.
د غونډې په پای کې دواړو لوریو ژمنه وکړه چې په ګډه به د ځوانو فارغانو لپاره د کاري فرصتونو، روزنیزو پروګرامونو او د کرنیزو فارمونو په برخه کې د ملاتړ ګډ پلانونه جوړ کړي، ترڅو فارغان خپل مسلکي ژوند په عملي توګه پیل کړي.
