د میدان وردګو کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۴:۲
د میدان وردګو کرنې ریاست کې سکټوري غونډه ترسره شوه

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د غونډو په تالار کې د کلیو پراختیا ریاست، د چاپېریال ساتنې ریاست، د اوبو او انرژۍ ریاست او د کرنې ریاست اړوندو آمریتو ترمنځ سکټوري غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. د کرنې ریاست استازي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر ویلو وروسته د غونډې موخه روښانه کړه او ورپسې ګډونوالو خپلې نظریې شریکې کړې او پر بېلابېلو موضوعاتو هر اړخیز بحثونه ترسره شول.
د غونډې په پای کې د ټولو ګډونوالو د نظرونو له تائید سره د اوبو د کنټرول او ورته د حل‌لارو د جوړولو موضوع تصویب شوه، چې د راتلونکې غونډې ته به د پرېکړې لپاره وړاندې شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان عمومي مدیریت له لوري یاده سکتوري غونډه د یادو ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت