د پکتیکا په یحی‌خېلو کې د ۲۰ سړو خونو د جوړېدو پروژه پیل شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
د پکتیکا په یحی‌خېلو کې د ۲۰ سړو خونو د جوړېدو پروژه پیل شوه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د کلیو بیاودانولو مؤسسې «آر.آر.اې.اې» له لوري د پکتیکا ولایت په یحی‌خېلو ولسوالی کې د سړو خونو د جوړولو پروژه پیل شوه.
د یادې پروژې له مخې به په یحی‌خېلو ولسوالی کې شل  سړې خونې جوړې شي، چې موخه یې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې اسانتیا، د ضایعاتو کمول او د بزګرانو د عوایدو لوړول دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست مسؤلینو د پروژې د چارو څارنه وکړه. د دې نظارتي سفر پر مهال د کرنیزو چارو آمر عبدالرازق رسولی، انجنیر روح‌الله او د ریاست یو شمېر نور مسؤلین هم برخه‌وال ول.
د مؤسسې مسؤلینو ته د کار د ښه کیفیت، د تخنیکي معیارونو د مراعات او د پروژې د شفاف تطبیق اړینې سپارښتنې وشوې، څو پروژه په اغېزمن او دوامدار ډول بشپړه او پر ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.
تمه ده ،چې د دغو سړو خونو په جوړېدو سره به د یحی‌خېلو ولسوالی بزګرانو ته کاري فرصتونه رامنځته شي او د کرنیزو حاصلاتو بازارموندنه به نوره هم اسانه شي.


آغاز پروژه ساخت ۲۰ سبزخانه سرد در ولسوالی یحی‌خیل پکتیکا
۱۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جمادی‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
پروژه ساخت ۲۰ سبزخانه سرد در ولسوالی یحی‌خیل پکتیکا تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و از سوی مؤسسه بازسازی روستاها (RRAA) آغاز شد.
بر اساس این پروژه، بیست سبزخانه سرد در یحی‌خیل ساخته می‌شود که هدف آن ایجاد سهولت در نگهداری محصولات زراعتی، کاهش ضایعات و افزایش عواید دهاقین است.
مسؤولان ریاست زراعت پکتیکا از جریان کار پروژه نظارت کردند. در این سفر نظارتی، عبدالرازق رسولی آمر امور زراعتی، انجنیر روح‌الله و شماری از دیگر مسؤولان ریاست حضور داشتند.
به مسؤولان پروژه در مورد تأمین کیفیت کار، رعایت معیارهای تخنیکی و تطبیق شفاف پروژه توصیه‌های لازم ارائه شد تا روند کار به‌صورت مؤثر، پایدار و در زمان تعیین‌شده تکمیل شود.
امید می‌رود با ساخت این سبزخانه‌ها، زمینه اشتغال برای دهاقین یحی‌خیل فراهم شده و روند بازار‌یابی محصولات زراعتی آنان آسان‌تر گردد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت