میدان وردګو کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۱:۶
میدان وردګو کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري کرنیزو لاروچارو د ترویج په موخه د مرکز او ۹ ولسوالیو بزګرانو ته د ۳۸ ننداریزو کروندو د جوړولو لپاره اصلاح شوي تخمونه او اړینې کیمیاوي سرې ووېشلې.
یاده برنامه د کرنې وزارت د رسمي منظورۍ له مخې عملي شوې چې له مخې یې په ټاکل شويو سیمو کې له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو او سرو مرسته ترسره شوه. د هر بزګر لپاره اصلاح شوی د غنمو تخم، یوریا او ډي‌پي  کیمیاوي سره ځانګړې شوې وه.
د توزیع پر مهال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکو، بزګرانو ته لازمې سپارښتنې وکړې او د ننداریزو کروندو پر ارزښت یې خبرې وکړې. دوی وویل، چې د دغو کروندو موخه د کرنیزو حاصلاتو ښه کول، د معیاري تګلارو عامول او د نوې کر کیلې عملي ښودنه ده.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست له بزګرانو غوښتنه کړې، چې د معیاري کرنیزو لارو چارو په پلي کولو کې جدي پام وکړي، څو د غنمو حاصلات لوړ او د ولایت کرنیز اقتصاد لا پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت