د هلمند موسی کلا کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي وېشل کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۳:۴۸
د هلمند موسی کلا کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي وېشل کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارئ ریاست لخوا، په موسی کلا ولسوالی کې د کرنیزوخدمتونو عمومي مدیریت او د افغانستان د راتلونکي نسل خیریه مؤسسې په همکارۍ، د ۱۰۰۰ کروندګرو لپاره د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په موخه د مستحقینو د تثبیت او سروې چارې روانې دي.
تر اوسه د یادې سروې په لړ کې ۴۰۲ کروندګر په نښه او د مستحقینو په لیست کې شامل  شوي دي، چې د سروې چارې د ګډې کمېټې له لوري ترسره کېږي.
په ورته وخت کې کروندګرو ته د اصلاح شوو تخمونو د ترویج، تکثیر او د یادو تخمونو د سمې استفادې په اړه روزنه هم ورکول کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

غزني کې د کرنې ریاست او د تخنیکي زده کړو زون ترمنځ د مسلکي همکارۍ ګډه ناسته تر سره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب د زون د تخنیکي او مسلکي زده کړو له لوی رییس احمد خان صابري سره یوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

لغمان کې د عشر او زکات راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت د مرکز او ولسوالیو دعشر او زکات د راټولولو مسؤلینو سره د همغږۍ غونډه ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۲۰
Background image

غزني کې د کانګوتبې د مخنیوي په پار د کنه‌وو ضد کمپاین پيل شو

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د خطرناکې ساري ناروغۍ «کانګو تبې» د خپرېدو د مخنیوي په موخه، د کنه‌وو او سپږو ضد دواګانو د تطبیق. . .

بازگشت