دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۵:۱۰
دهلمند ولایت شمالي ولسوالیو کې ویالو سروې او د قدرتي سرچینو د تثبیت چارې روانې دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د قدرتي سرچینو آمریت فني کارکوونکو د شمالي ولسوالیو د زابرانو، ځنګلونو او څړځایونو د هراړخیزې سروې لړۍ په دوام، د ګرشك ولسوالی د ده ادم خان د ۲۵ کیلومترو په اوږدوالي ویالې د پاک کارۍ په موخه د دوو ورځو په جریان کې د سروې لړۍ بشپړه کړه.
یاده ویاله چې له بدوان کلي څخه پیل او د حاجي سیدمحمد، تورجان، کاکړانو، فقیرانو، حاجي تورجان، حاجي آغا کلیو او نورو سیمو پورې غځېدلې او ټول ټال ۴۵ کلي پکې شامل دي، په پای کې د آب پاشک پر کلي ختمېږي او شاوخوا ۱۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه کوي. دغه ویاله د سیمې کرنیزو مځکو لپاره حیاتي ارزښت لري، چې دا مهال یې ډېری برخې د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
همدارنګه د یاد سفر پر مهال د سیمې زابرونه هم وڅېړل شول، څو د هغو د ګټورتیا او د مځکو د ساتنې په برخه کې د هغوی رول و ارزول شي.
د هلمن دکرنې ریاست د قدرتي سرچینو آمریت مسؤلین وایي، چې د دغو چارو موخه د اوبو د اغېزمن مدیریت، د کرنیزو مځکو غوره خړوبول او د شمالي ولسوالیو د قدرتي سرچینو د ساتنې او منظم مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت