دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۲۹
دکرنې وزارت کې د یوشمېر کورنیو او بهرنیو ادارو د چارواکو په شتون کې د بدیل معیشت ورکشاپ ترسره شو

۳۰ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اوبو او انرژۍ، کورنیو چارو، د کلیو د پراختیا او بیارغونې، د کار او ټولنیزو چارو او عامې روغتیا وزارتونو او دغه راز له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) استازو په شتون کې دکرنې په وزارت کې د بدیل معیشت ورکشاپ په لاره واچول شوه.
یاد ورکشاپ د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب په مشرۍ ترسره شو، چې پکې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ، همغږۍ او ګډو فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
د یاد ورکشاپ په ترڅ کې، د بېلابېلو ادارو استازو د بدیل معیشت د فعالیتونو په اړه پریزینټېشنونه وړاندې کړل او د بزګرانو د ژوند شرایطو ښه کولو او د ارزښتناکو او حلالو فصلونو د ترویج لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وشو.
همدارنګه ګډونوالو د صادراتو، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتولو، بازارموندنې، د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د تبلیغ په اړه نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او د اړوندو ادارو د ترسره شوو پروژو او راتلونکو پروګرامونو معلومات یې وړاندې کړل.

ورکشاپ معیشت بدیل با حضور مسئولان چندین اداره داخلی و خارجی در وزارت زراعت برگزار شد
۳۰ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
ورکشاپ معیشت بدیل با حضور مسئولان وزارت‌های زراعت، آبیاری و مالداری، صنعت و تجارت، انرژی و آب، امور داخله، احیا و انکشاف دهات، کار و امور اجتماعی، صحت عامه، دفتر مقابله با مواد مخدر و جرم سازمان ملل متحد و هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان در وزارت زراعت برگزار گردید.
این ورکشاپ به ریاست عبدالخالق محجوب رئیس معیشت بدیل وزارت زراعت برگزار شد و در آن درباره هماهنگی و فعالیت‌های مشترک برای حمایت از دهقانان و مالداران کشور بحث صورت گرفت.
در جریان این برنامه، نمایندگان ادارات مختلف پریزنتیشن‌های خود را در زمینه فعالیت‌های بدیل معیشت ارائه نموده و بر اهمیت هماهنگی میان نهادهای ذیربط برای بهبود وضعیت زندگی دهقانان و ترویج نباتات باارزش و حلال تأکید کردند.
همچنان اشتراک‌کنندگان پیرامون موضوعاتی چون صادرات، ارزش‌افزایی محصولات، بازاریابی، حمایت از دهقانان و تبلیغ حاصلات زراعتی و مالداری نظریات و پیشنهادات خویش را مطرح کرده و پروژه‌های عملی‌شده و برنامه‌های آینده نهادهای مربوط را به اشتراک گذاشتند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحبزاده، د کرنې او مالدارۍ معینیت او همدارنګه د اوبو لګولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې. ا) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۳
Background image

‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

‏‏۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
‏‏د للندر د اوبو بند پروژې د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري تاسیساتو لوی ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه. . .

بازگشت