د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۵:۳۵
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

۲۹ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او حسابي څانګې متخصص حزب الله حميدي ګډون درلود، د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا تراسپورت او هوايي چلند وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ رياست لخوا یاد وزارت ته بغلان ولايت په دوشي او خنجان ولسواليو کې په ۱۷۲.۴ جريبه ځمکه باندې د تير پارکونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د مالي او اداري چارو کارپوه حزب الله حميدي ترمنځ لاسلیک شوه.


زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به وزارت ترانسپورت و هوانوردی انتقال داده شد
۲۹ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۸ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
در جلسه‌ای که در ریاست عمومی اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع اراضی، و حزب‌الله حمیدی، متخصص بخش مالی و حسابی وزارت ترانسپورت و هوانوردی، حضور داشتند، زمین از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت به وزارت ترانسپورت و هوانوردی انتقال داده شد.
این زمین بر اساس پیشنهاد وزارت ترانسپورت و هوانوردی و به حکم امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) از سوی ریاست اراضی وزارت زراعت در ولایت بغلان، در ولسوالی‌های دوشی و خنجان، به مساحت ۱۷۲.۴ جریب به منظور ایجاد پارک‌های تیل به وزارت ترانسپورت و هوانوردی واگذار گردید.
توافق‌نامه انتقال این زمین میان مولوی سید محمد سعید، رییس انتقال و توزیع اراضی وزارت زراعت، و حزب‌الله حمیدی، کارشناس امور مالی و اداری وزارت ترانسپورت و هوانوردی، به امضا رسید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د پروژې د لومړي فاز د سپارلو په موخه غونډه ترسره شوه


چارو ادارې ته د قوش‌تیپې کانال د لومړي فاز د سپارلو په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست او د ملي پراختیا شرکت د مسؤلینو ګډه غونډه د کرنې وزارت په مقر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

ننګرهار کې ۴۲۰ کورنیو ته د مرخیړیو د تولید وسایل ووېشل شول

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف‌اې‌او»په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د خوست قومي مشرانو سره د عشر راټولولو پروسې د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات آمریتونو د خپلو دوامدارو هڅو په لړ کې، دا ځل د مرکز شمل حسن کوټ سیمه کې د عشر او. . .

بازگشت