شیخ ابونصر فراهي بندر ته د فراه دکرنې د رییس سفر

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۸:۴۷
شیخ ابونصر فراهي بندر ته د فراه دکرنې د رییس سفر

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس المولوی پیر محمد حلیمي ددې ولایت شیخ ابونصرفراهي بندر ته رسمي سفر وکړ. ددې سفر په ترڅ کې، چې د اراضۍ آمر او یومسلکي ټیم یې هم ملتیا کوله د کرنیز محصولاتو قرنطین مرکز او هغه هټۍ او خونې چې مخکې  په اجاره ورکړل شوي ول او د نویو خونو او هټیو په اجاره ورکول کېږي لیدنه وکړه.
دغه راز د فراه دکرنې رییس د قرنطین اوسني وضیعت او چارې له نږدې وڅارلې او  هر اړخیزه ارزونه یې وکړه، کومې ستونزې چی موجودې وې حل ته یې ژمنه وشوه.
 په پای کې دفراه د کرنې رییس له خوا د قرنطین کارکونکوته لارښونه وشوه، تر څو د مراجعینو او سوداګرو سره ښه چلند او کارونه یې په چټکۍ سره تر سره شي، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د زیانمن کېدو مخه و نیول شي او خپلو ورځنیو چارواکي د صداقت امانت دارۍ څخه کارواخلي او خپل ورځني اداري کړنې دقوانینو، کړنلارې او اصولو سره سم  تر سره کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت