د غزني د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۴:۳۲
د غزني د کرنې ریاست د ولسوالیو کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په لارښوونه د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د دې ولایت د ولسوالیو کارکوونکو ته یوه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو.
د پروګرام په پیل کې د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازی د ګډونوالو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د ورکشاپ موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په عملي ډګر کې ترې اغېزمنه ګټه واخلي.
د یاد پروګرام په ترڅ کی د پلان او «ام آی اس» مدیریت له خوا د باران سنجونو نصب لارې چارې، شمېرو او ارقامو ترتیبول، (کوبوسیسټم) او (اوپن کمره) په هکله هر اړخيز معلومات ورکول شول.
د پروګرام په پای کې د هرې ولسوالی مسؤل ته باران سنجونه وسپارل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۱۵
Background image

سمنګان کې ۱۵۰ بزګرانو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د «کرنې او مالدارۍ سکتور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د ابتکار له مخې، د سمنګان ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۲:۲۹
Background image

دلغمان د کرنې ریاست کارکوونکو د ریاست په انګړ او سراج بڼ کې د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکو د چاپېریال د پاک ساتلو په موخه د پاک‎کارۍ حشر ترسره کړ.
یاد حشر د لغمان د کرنې رییس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د خوست د جوارسل څېړنیز فارم لمریز سیسټم نصب او فعال شو

۲۴ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د جوارسل څېړنیز فارم لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او فعال شو.
ی. . .

بازگشت