د کرنې او مالدارۍمرستیال کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون څخه لیدنه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۹
د کرنې او مالدارۍمرستیال کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون څخه لیدنه

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
١۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې او مالدارۍ مرستیال او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي صدراعظم عثماني، د کابل په بادام‌ باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نندارتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د غرفه‌ لرونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې. نوموړي همدارنګه د فعالیتونو د لا ښه کېدو او د ستونزو د حل لپاره لازمې لارښوونې هم وکړې.
 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دغه نندارتون د جوړېدو موخه د کورنیو کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو ملاتړ وباله او د نندارتون د ترسره کوونکو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې غرفه‌ لرونکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. 
هغه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خزاني نندارتون یوه ارزښتمنه موقع بلله چې د هېواد تولیدات ملي او نړۍوالو سوداګرو ته ور وپېژندل شي، او له غرفه‌ لرونکو یې وغوښتل، چې خپل معیاري او لوړ کیفیت لرونکي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي. 
د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون، چې ۲۶۳ غرفې پکې شاملې دي؛ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو، لاسي صنايعو او نورو کورنیو تولیداتو په ګډون، د روان کال د تلې له ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د کابل د بادام‌ باغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شوی او د لیدونکو پر مخ پرانیستی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت او قراردادي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه؛ د ستونزو پر حل او مالي مکلفیتونو د پوره کولو ټینګار وشو

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، د هډې فارم له قراردادي کرنیزو شرکتونو د استازو سره د همغږۍ، همکارۍ او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د ننګرهار حصارک ولسوالی کې یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل شول

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د حصارک ولسوالی د ترویج مدیریت ګډ پلاوي د یادې ولسوالی په مرکزي بازار کې. . .

بازگشت